Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد له امله پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

پل علم (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٨): د لوګر امنيتي چارواکي وايي چې بهرنيو ځواکونو په مرکز پل علم کې د پوليسو پر يوې پوستې هوايي بريد کړى چې له امله يې دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د چنګاښ په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د مرکز پل علم اړوند د عمر اباد په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې دوه پوليس وژل شوي، دوه  ټپيان دي، يو رېنجر موټر او يو شمېر وسلې له منځه تللي دي.

ده زياته کړه: ((له افغان ځواکونو سره د نه همغږۍ له امله دغه پېښه رامنځته شوې ده، بهرنيان د هوا ترڅنګ د ځمکې له لارې هم ورغلي وو په دې پوسته يې د طالبانو پوستې ګومان کړى وو.))

په ورته وخت کې د عمر اباد سيمې يوه اوسېدونکي عصمت الله پژواک ته وويل چې تېره شپه د کلي د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې هوايي بريد شوى او پوسته په ټوليزه توګه له منځه تللې ده.

ده زياته کړه: (( موږ څلور تنه پوليس وليدل چې مړي يې په رينجرو کې قوماندانۍ ته ولېږدول او  په پوسته کې ټول وسايل له منځه تللي دي.))

بل لورته د يادې پېښې په اړه بهرنيو ځواکونو تر اوسه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د لوګر د مرکز په بابوس سيمه کې بهرنيو ځواکونو بيا پر وسله والو طالبانو هم هوايي بريد کړى چې په ترڅ کې يې څلور طالبان وژل شوي او يو سراچه موټر او وسلې يې له منځه تللي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.