ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا پوهنتون يوه محصل د چرګوړو د توليد ماشين جوړ کړی

د پکتيا پوهنتون يوه محصل د چرګوړو د توليد ماشين جوړ کړی

author avatar
25 Jul 2019 - 15:27
د پکتيا پوهنتون يوه محصل د چرګوړو د توليد ماشين جوړ کړی
author avatar
25 Jul 2019 - 15:27

ګردېز (پژواک، ٣ زمرى ٩٨): د پکتيا پوهنتون د کرنې پوهنځي د څلورم کال يوه محصل مبارک شاه وردګ د چرګوړو د توليد عصري ماشين جوړ کړی دی.

وردک وايي، دغه ماشين يې په څلورو کلونو کې له بېلابېلو توکو په استفادې جوړ کړی چې په درېیو اوونيو کې د چرګانو د ۲۰۰ چرګوړو د توليد وړتیا لري.

نوموړي د زمري په ٣مه پژواک خبري اژانس په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې په تېرو څلور کلونو کې يې ورته درې نور ماشينونه هم جوړ کړي چې لومړی هغه يې د لرګي و، خو په خبره يې مطلوبه پايله يې نه لرله.

دی وايي، له کوچنيوالي يې د کرنې له برخې سره لېوالتيا وه او دا چې د افغانستان ډېری وګړي په کرنه بوخت دي، غواړي په دې برخه کې ډېرې اسانتياوې رامنځته کړي.

هغه زياته کړه: ((د ماشين په داخل کې مې فوم ورکړی، په دې خاطر چې هوا ور داخله او يا ترې ونه وځي؛ کړکۍ مې له PVC ورته جوړه کړې، په مابين کې مې ورته خپل يو خاص ګاز ورکړی چې په ښه ډول عايقه شي. تر ټولو مهم کنټرولر دی، دا تر اوسه په افغانستان کې نه جوړېږي او الحمدلله دا اولين وار دی.))

مبارک شاه وردک وايي، ياد ماشين يې تجربه کړی او په کې له کېښودل شوو هګيو يې له ۹۰ ــ ۹۵ سلنه چرګوړي توليد شوي دي.

د هغه په وينا، د فارم د نصبولو چاره ورته خورا اسانه ده او له دې وړاندې يې په کابل د دوه سوه زره چرګوړو په ظرفيت فارم نصب کړی، خو په خبره يې اساسي کار په ماشين کې د لګېدلي کنټرولر جوړول دي چې په زيات وخت او امکاناتو يې په خپله جوړ کړی دی.

نوموړي زياته کړه: ((که راته زمينه برابره شي، زه خدمت کې يم چې هر څه وي ويې کړم. انشاالله اماده يم چې لوی، لوی هم جوړ کړم. همدا شان که په نورو پوهنتونونو کې اسانتيا برابره شي چې همداسې سيمينارونه ورکړم، لکه نن مو چې دلته ورکړ او يو، يو ماشين ورته هديه کړو چې دوی سره هم دا انګېزه او فکر او خپل مسلک سره مينه پيدا شي.))

د پکتيا پوهنتون د کرنې پوهنځي مشر پوهندوی محمدداود شېرزاد وايي مبارک شاه وردک يې له لومړيو ډېر هڅاند او مستعد محصل و او تل يې د نوي څه رامنځته کولو ته فکر او کار کړی دی.

شېرزاد له دولت او اړوندو مسولو ادارو غواړي چې د مبارک شاه د استعداد غوړېدو او پرمختګ لپاره ورسره اړينې مرستې وکړي.

شېرزاد وويل: ((مبارک شاه زموږ ډېر تکړه او با استعداده محصل او نوښتګر شخصيت دی، واقعاً که زمينه ورته برابره شي، ډېر رشد او پرمختګ کولی شي.))

محصلين وايي، د مبارک شاه وردک د اختراع په ليدو يې د زده کړو او نوي څه رامنځته کولو انګېزه پياوړې شوې او په دې فکر کې کوي چې د نوموړي په څېر يو نوی کار وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.