غزني ښار/ مهترلام (پژواک، ٦ زمرى ٩٨): په غزني ښار کې چاودنې د يوې رېکشا چلوونکي په ګډون شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده، بلخوا د لغمان الیشینګ ولسوالۍ اړوند په یوه کور کې چاودنې د درېيو ښځو په ګډون ٤ کسان وژلي دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د زمري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د غزني ښار د شهيدانو څلورلارې ته څېرمه چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د يوې رېکشا چلوونکي په ګډون درې ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
نوري وايي چې ټپيان ملکي روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
عيني شاهد نعمت الله پژواک ته وويل چې ماين د کابل – کندهار عمومي سړک په ګلدان کې ځاى پر ځاى شوى و.
هغه وايي چې پر دې لاره ملکي وګړي تګ راتګ کوي او ټول قربانيان يې ملکي وګړي دي.
د غزني ولایتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت وایي چې دوى ته درې جسدونه او درې ټپیان ور وړل شوي چې ټول ملکې وګړي دي.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، نن سهار د غزني په اب بند ولسوالۍ کې هم ځانمرګي بريد پاڅونوالو او پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د يو بل خبر له مخې، په لغمان کې په يوه کور کې د چاونې له امله د درېيو ښځو په ګډون ٤ کسان وژل شوي دي.
چارواکي وايي، دغه چاودنه د اليشینګ ولسوالۍ اړوند په يوه کور کې شوې چې په کې د درېیو ښځو په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د زمري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون ناوخته د اليشینګ ولسوالۍ د شمکټ په خوال سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې دا پېښه د ګل ولي په نوم د يوه مهم وسله وال طالب په کور کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
دولتزى وايي چې په دې چاودنه کې درې ښځې او يو سړی وژل شوي او دوه نور کسان ټپيان شوي دي.
د سرمعلم په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې پر دغه کور هوايي بريد شوى او مرګ ژوبله یې اړولې ده.
خو د لغمان د والي وياند دا خبره ردوي او وايي چې په تېره يوه اوونۍ کې په دغه ولايت کې هېڅ بمبار نه دى شوى.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0