ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان چارچينو کې شپږ پوليس وژل شوي

د اروزګان چارچينو کې شپږ پوليس وژل شوي

author avatar
3 Aug 2019 - 16:34
د اروزګان چارچينو کې شپږ پوليس وژل شوي
author avatar
3 Aug 2019 - 16:34

ترينکوټ ( پژواک، ۱۲ زمرى ۹۸) : سرچينې وايي چې وسله والو طالبانو د اروزګان د چارچينو ولسوالۍ کلا بنده کړې او په نښته کې تر اوسه شپږ پوليس وژل شوي دي.

د اروزګان د ولايتي شورا مرستيال محمد کریم کریمي د زمري په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه پر يادې ولسوالۍ ډله ييز بريدونه پيل کړي او لاهم دوام لري.

د کریمي په وینا، تردې مهاله د پولیسو پنځو پوستو سقوط کړی او د ولسوالۍ دولتي ودانۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د هغه په وينا، د معلوماتو له مخې یې تردې مهاله شپږ پولیس هم وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

د ولايتي شورا مرستيال وايي، جګړه په ولسوالۍ کې د ملي اردو کمپ ته رسېدلې او که تازه دمي سرتېري ورته  ونه رسیږي نو وروستۍ قرارګاه به هم سقوط شي.

يوې بلي امنيتي سرچينې پژواک ته وویل، له  تېرې شپې راهیسې اته پولیس وژل شوي او ګڼ  شمېر نور ټپیان دي.

سرچینه زياتوي، تر دې مهاله هېڅ هوایي او یاهم ځمکنى ځواک ولسوالۍ ته نه دى رسېدلى او ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده.

د اروزګان امنیتي مسوولین په چارچینو کې له تېرې شپې راهیسې پیل شوې جګړه مني. خو وایې چې اوس حالت عادي شوی.

امنیه قوماندان خطاب خنجري پژواک ته وويل، د ولسوالۍ د سقوط وېره نه شته، هلته يوازې تېره شپه نښته شوې وه  يو پوليس وژل شوى او درې ټپيان دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په چارچينو کې يې څلور مرکزونه نيولي او جګړه روانه ده.

د يادونې ده چې په تېره روژه میاشت کې هم طالبانو پر چارچینو ډله ییز بریدونه کړي وو، چې له امله يې ګڼه مرګ ژ وبله اوښتې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.