ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګردېز د ورزشي جمنازيم جوړېدو چارې لا هم نه دي پيل شوې

د ګردېز د ورزشي جمنازيم جوړېدو چارې لا هم نه دي پيل شوې

author avatar
5 Aug 2019 - 16:10
د ګردېز د ورزشي جمنازيم جوړېدو چارې لا هم نه دي پيل شوې
author avatar
5 Aug 2019 - 16:10

ګردېز (پژواک، ١٤ زمرى ٩٨): شاوخوا درې مياشتې مخکې د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د يوه ورزشي جمنازيم د بنسټ ډبره اېښودل شوې، خو تر اوسه يې د جوړېدو عملي چارې نه دي پيل شوې.

د غويي مياشتې په ۲۶مه نېټه په ګردېز کې د پکتيا د والي له خوا د يو لوی ورزشي جمنازيم د بنسټ ډبره کېښودل شوه، خو له هغه راهيسې د نږدې درې مياشتو په تېرېدو يې لا هېڅ کار نه دی شوی.

ورزشکاران د جمنازيم د چارو پر نه پيلېدو نيوکه کوي او وايي چې هر څه ژر يې بايد د جوړېدو چارې پيل شي.

په پکتيا کې د بدن ښکلا د زون فدراسيون مشر شريف منګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جمنازيم د بنسټ ډبرې په اېښودو سره ټول ورزشکاران ډېر خوښ و چې د لوبو لپاره د يو مناسب ځای د نشتوالي ستونزه يې حلېږي، خو په خبره يې دا د دوی د تېر ايستلو په معنا ده.

منګل په سټنډرډ ډول د جمنازيم د چارو ترسره کېدو ته هم اندېښمن دی او وايي که اوسمهال په ټاکلي وخت کې د ياد ځای د جوړېدو هڅه وشي، ښايي د کار کيفيت يې زيات اغېزمن شي.

دی وايي: ((ورزشکارانو هر والي ته په هره ناسته کې دا ويل چې موږ د ورزش لپاره ځای او جمنازيم نه لرو، نو د دې لپاره چې ځان ترې خلاص کړي، نمايشي يې دغه کار شروع کړ.))

دغه راز يو بل ورزشکار استاد نور وهاب ثابت پژواک ته وويل چې له تېرو شاوخوا درېیو مياشتو راهيسې د جمنازيم جوړېدو هېڅ کار نه دی شوی او که ژر يې چارې پيل نه شي، نو د ژمي له راتلو مخکې نه شي بشپړېدای او د ژمي په سخت موسم کې يې د شوي کار د تخريب شونتيا هم شته.

ثابت وايي: ((والي صېب محترم له موږ سره ټينګه وعده وکړه چې په جمنازيم به چټک کار کېږي، خو تر اوسه يې له لومړۍ ورځې پرته هېڅ کار نه دی شوی او لا يې تهداب هم نه دی را ډک شوی.))

يو بل ورزشکار احسان الله وايي، د ورزش لپاره د معياري ځايونو د نشتوالي له امله په سم ډول ورزش نه شي کولای او نه په دغه ولايت کې سيالۍ جوړولای شي.

نوموړي زياته کړه چې د جمنازيم د چارو په پيل خوښ و او فکر يې کاوه چې اوسمهال به يې چارې تر يو بريده ترسره شوې وي، خو په خبره يې کله چې د جمنازيم جوړېدو ځای ته ورغی، نو د بنسټ ډبرې اېښودو ځای هم نه معلومېده.

نوموړي پژواک ته وویل: ((دلته موږ د ورزش لپاره ځای نه لرو، لويه ساحه نه لرو، تاسو وينئ چې ځای مو تنګ دی، دلته منډه او ځيني نور حرکات نه کېږي او نه د نورو ولايتونو ورزشکاران راغوښتی شو.))

بل لور ته د پکتيا والي شميم خان کټوازي د دغه ورزشي جمنازيم د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال پژواک ته ويلي وو چې ياد جمنازيم د بنايي تصدۍ له خوا په اويا ميليونه افغانۍ په يو کال کې جوړېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.