ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې اووه داعش وسله وال وژل شوي

ننګرهار کې اووه داعش وسله وال وژل شوي

author avatar
27 Aug 2019 - 11:32
ننګرهار کې اووه داعش وسله وال وژل شوي
author avatar
27 Aug 2019 - 11:32

جلال اباد (پژواک، ۵ وږی ۹۸): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولايت پچيراګام او هسکې مېنې ولسواليو کې د ځانګړو کورنيو ځواکونو له لوري د عملياتو پرمهال  اووه دعش وسله وال وژل شوي او ۹ نور يې ژوندي نيول شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وږي په ۵مه پژواک اژانس ته وويل، د دفاع وزارت اړوند ځانګړو ځواکونو د دغه ولايت پچيراګام ولسوالۍ کې تېره شپه عمليات کړي دي.

دی وايي، د پچیراګام ولسوالۍ په سلیمانخېلو تنګي سیمه  کې افغان ځانګړو ځواکونو عملیات  ترسره کړي چې په ترڅ کې يې شپږ داعشیان ووژل شوي.

هغه زياته کړه، همداراز یادو ځواکونو د هسکې مینې ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم عملیات  کړي چې پر مهال یې یو داعش وژل شوی،۹ غړي یې ژوندي نیولي او د دوی د وسلو یوه زېرمه یې تخریب کړې ده .

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، په دې عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

بلخوا د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، داعش وسله وال د دغه ولايت له ډېرو برخو پاک شوي او اوس د پنځو ولسواليو په څو محدودو نقطو کې فعاليت لري.

د ننګرهار د والي وياند د معلوماتو پر بنسټ، د دغې ډلې وسله وال د اچين، نازيانو، پچيراګام، خوږياڼو او هسکې مېنې ولسواليو لرو پرتو سيمو کې موجود دي.

خو دی وايي، امنيتي ځواکونه د دغو وسله والو د بشپړ له منځه وړلو لپاره ځانګړي پلانونه لري چې په اړه به يې وروسته معلوماتو له رسنيو سره شريک شي.

داعش وسله والې ډلې د خپلو دغو جنګياليو د وژلو او نيول کېدو په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.