لښکرګاه (پژواک، ٥ وږى ٩٨): د هلمند د کرنې رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د انارو ١٧ ډولونو ښې پايلې او حاصلات درلودل چې ترې څه باندې ٢٤ زره ټنه انار ترلاسه شوي دي.
خو بل لورته بيا بڼوال شکايت کوي چې د انارو د روزلو په برخه کې حکومت له دوى سره اړينه همکاري نه ده کړې.
د دغو بڼوالو له ډلې څخه د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي ګلاب شاه د وږي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په لس جريبه ځمکه کې يې د انارو ونې ايښې دي.
هغه وايي: ((ډېر حاصل مو ترې ترلاسه کړى، خو څه وکړو چې هېڅ بازار نه لري، حکومت نه په دې او نه هم د روزلو په برخه کې يې همکاري کوي.))
دغه راز په دغه ولايت کې د مېوه لرونکو کسانو ټولنې مشر احمد شاه پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د انارو ٣٠ ډولونه تجربه شوي چې ١٧ يې ښه حاصلات ورکړي دي.
ده وويل: ((که حکومت په دغه برخه کې همکاري وکړي، نو هلمند به د انارو د حاصلاتو د توليد يو لوى مرکز وي.))
په دې اړه د هلمند د کرنې رييس زلمي الکو پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په ١١٦٥ هکتاره ځمکه د انارو باغونه جوړ شوي چې سږکال ترې ٢٤٤٦٥ ټنه انار ترلاسه شوي دي.
الکو زياته کړه: ((د انارو لپاره پر بازار موندنې کار روان دى، موږ کوښښ کوو چې په هلمند او نورو ولايتونو کې د انارو د توليداتو لپاره بازار پيدا کړو.))
د يادونې ده چې تېرکال د هلمند د انارو له باغونو څخه شاوخوا ٢١ زره ټنه انار ترلاسه شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن