ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو طالبانو د تخار پر چاه اب ولسوالۍ ډله ييز بريد کړى

وسله والو طالبانو د تخار پر چاه اب ولسوالۍ ډله ييز بريد کړى

author avatar
30 Aug 2019 - 10:04
وسله والو طالبانو د تخار پر چاه اب ولسوالۍ ډله ييز بريد کړى
author avatar
30 Aug 2019 - 10:04

کندزز(پژواک،۸ وږى ۹۸): د تخار ولايت سيمه ييزې سرچينې وايي چې نن سهار وسله والو طالبانو د چاه اب ولسوالۍ پر مرکز بريد کړى او جګړه په شدت سره جريان لري.

د چاه اب ولسوالۍ يوې سرچينې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل چې وسله والو نن سهار پنځه بجې پر ولسوالۍ بريد وکړ.

 د سرچينې په خبره، چې وسله والو د ولسوالۍ ودانۍ نيولې او سوځولې ده او اوس جګړه  د ولسوالۍ د امنيه قوماندنۍ پر ودانۍ روانه ده .

د سرچينې د معلوماتو په اساس، چې د تخار له مرکز څخه چاه اب ته تازه دمي سرتېري رسېدلي او د دواړو لورو ترمنځ جګړه جريان لري.

سرچينې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ور نه کړل.

د تخار ولايت چارواکو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

وسله والو طالبان د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې د ولسوالۍ په ګډون يې ټولې پوستې نيولې دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې جګړه کې يې لسګونو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې او يوه زيات اندازه وسله او مهمات يې نيولي دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.