کابل (پژواک،١٠ وږى ٩٨): یو شاعر د دې ترڅنګ چې حکومت یې د شاعرانو او لیکولانو په نه ملاتړ تورن کړ، د خپلو څلورو کتابونو ١٥٠٠ ټوکه يې په يوه، يوه افغانۍ ليلام کړل.
د دغو کتابونو لیکوال هارون رحیمي چې شاوخوا ديرش کاله عمر لري، نن کابل کې په یوه اعتراضیه غونډه کې وویل چې خپل څلور کتابونه «مرا به حال خود بگذار» «دفتر شعرهای بی روسری» «بنفشه بهار» او «عشق در افساید» یې دوه کاله مخکې په شاوخوا دوه سوه زره افغانۍ شخصی لګښت چاپ کړل.
هغه وايي، د ځوانانو ترمنځ د مطالعې نه شتون او د دولت له خوا د لیکوالانو نه ملاتړ دې ته اړ کړ چې نن خپل کتابونه لیلام کړي.
رحیمې وویل، دولت باید د لیکولانو د کتابونو د چاپ لپاره زمینه برابره کړي او ځوانان مطالعې ته وهڅوي.
ده زياته کړه، د دولت او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د لیکولانو او شاعرانو د هڅونې لپاره هیڅ ډول پروګرام نه لري.
د رحیمې په وينا، دولت باید د لیکولانو د کتابونو د چاپ لپاره زمینه برابره کړي او ځوانان مطالعې ته وهڅوي.
د اقتصاد پوهنځې یوه زده کوونکي سلام جان چې ياد کتابونه يې پېرلي، وويل:" ډیر خپه یم چې یو ځوان لیکوال خپل کتابونه په یوه- یوه افغانۍ پلوري او دولت لیکولانو او شاعرانو ته پام نه کوي."
ده زیاته کړه، یو ځوان چې خپل د کلونو کلونو زحمتونو پایله په یوه افغانۍ و پلوري، څنګه به دې ته وهڅول شې چې لیکنه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن