ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: د نړيوالو ترهګرو د مقابلې او ثبات راوستلو لپاره افغان ځواکونه روزو

ناټو: د نړيوالو ترهګرو د مقابلې او ثبات راوستلو لپاره افغان ځواکونه روزو

author avatar
11 Sep 2019 - 19:34
ناټو: د نړيوالو ترهګرو د مقابلې او ثبات راوستلو لپاره افغان ځواکونه روزو
author avatar
11 Sep 2019 - 19:34

کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٨) : د ناټو سرمنشي وايي، افغان ځواکونه داسې پياوړي کوو چې د نړيوالو ترهګرو مقابله وکړاى شي او خپل هېواد ته سوله او ثبات رامنځته کړي.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې نن د وږي په ٢٠مه، پر امريکا د ١١ ستمبر د بريدونو په ياده غونډه کې وکړې.

د ٢٠٠١ زېږديز کال د ١١ ستمبر پر امريکا د الوتکو په وسيله بريدونه شوي وو چې له امله يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

امريکا ددې بريدونو مسووليت پړه پر القاعدې واچوله او له افغان طالبانو چې په افغانستان کې يې واکمني وه وغوښتل  چې د القاعدې مشران ورته وسپاري، خو طالبانو انکار وکړ.

د طالبانو تر انکار وروسته امريکا په افغانستان کې دالقاعدې او طالبانو پر ضد عمليات پيل کړل چې دا لړۍ اوس هم روانه ده.

د ناټو سرمنشي وويل : (( نن چې موږ ټول د ناټو سازمان د مرکزي دفتر په دروازه کې ولاړ  يو، دلته د يادو بريدونو دوه يادګارونه ايښودل شوي، هره ورځ چې دلته راځو، د يادو بريدونو د ترهګرۍ ناوړه اغيزې مو يادېږي.))

هغه زياته کړه، د ١١ ستمبر په سهار  په داسې حال کې چې خلک خپلو دندو، سوداګريو، ښوونځيو  او پوهنتونونو ته روان وو، دا ناوړه پېښه رامنځته شوه .

د هغه په وينا، د ١١ ستمبر بريد يواځې پر امريکا نه و، بلکې دا د ناټو پر ټولو غړو هېوادونو بريد و.

سټولټنبرګ وويل  چې تر يادې پېښې وروسته د سازمان ټولو غړيو هېوادونو او متحدينو يې  د ترهګرۍ پر ضد په ګډه مبارزه پيل کړه.

د ناټو سرمنشي وويل  چې له يادې پېښې وروسته لسګونه زره سرتېري افغانستان او نورو هېوادونو ته ولېـږل شول، څو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي.

سټولټنبرګ زياته کړه، دوى  له افغانستان سره  خپلو مرستو او همکاريو ته ژمن  دي، د سازمان غړي هېوادونه او متحدين به يې  د افغان ځواکونو مرستې، روزنې او همکارۍ ته ادامه ورکړي.

دى وايي : (( افغان ځواکونه به داسې پياوړي کوو چې د نړيوالو ترهګرو مقابله وکړاى شي او خپل هېواد ته سوله او ثبات رامنځته کړي. ))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.