کابل (پژواک، ٣٠ وږى ٩٨): د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مهم مرکزي غړي د پاکستان له زندانه خوشي شول.
خوشي شوي کسان علي وزير او محسن داوړ شاوخوا درې مياشتې مخکې په وزيرستان کې د يوه سوله ييز لاريون پر مهال د پاکستان د پوځ له خوا نيول شوي وو.
دوى د خپلو حقونو غوښتلو لپاره لاريون کړى و چې پر مهال یې پاکستاني سرتېرو ډزې وکړې او یو شمېر کسانو ته په مرګ ژوبله هم واوښته خو وروسته د پاکستان پوځ پر دغو لاریون کوونکو تور پورې کړ چې له ترهګرو سره يې مرسته کوله.
که څه هم د پاکستان د پارلمان خوشي شوو یادو دواړو غړو د قانون له مخې حق درلود چې د بند پر مهال د پارلمان د رييس غوښتلو په صورت کې د قامي اسمبلۍ يا ملي شورا غونډو ته ور بلل شوي وای، خو د پنجاب او سند ايالت بندي غړي ور غوښتل کېدل او دغه دوه پښتانه بیا له خپل دغه حقه بې برخې کړل شوي وو.
دوه ورځې مخکې محکمې د علي وزیر او محسن داوړ ضمانت منظور کړ او تېره شپه د خيبر پښتونخوا له هريپور زندانه خوشي شول.
د دوى مدافع وکيل طارق افغان له بي بي سي سره په خبرو کې د محکمې پر پرېکړې نيوکه کړې او زياته کړې یې ده چې د پرېکړې له مخې علي وزير او محسن داوړ بايد هره اوونۍ د خپلې ولسوالۍ د پوليسو دفتر ته حاضري ورکړي.
هغه زياته کړې چې دا د پاکستان د محکمو په تاريخ کې عجيبه پرېکړه ده، پخوا داسې نه وو شوي.
طارق افغان ويلي چې دوى به د دې پرېکړې پر ضد په ستره محکمه کې عريضه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن