کندهار ښار (پژواک، ٣٠ وږى ٩٨): په کندهار ولايت کې د ماين د يوې چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د کندهار ولايت يوې امنيتي سرچينې د وږي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه پرون مازديګر د سپين بولدک ولسوالۍ د لګګ مانده په سيمه کې د ملکي وګړو پر يو مني بوس موټر وشوه.
سرچينې زياته کړې چې په دې چې چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
بلخوا د کورنيو چارو وزارت ويلي چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوی وى و چې له امله يې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن