کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٨): وسله وال طالبان وايي چې د دې ډلې د سياسي مرستيال ملا برادر په مشرۍ يو نهه کسيز پلاوى چين ته سفر کړى دى.
دغه مطلب د دې ډلې د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې په ډاګه شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د چين په پلازمېنې بيجنګ کې د افغانستان لپاره د چين د ځانګړي استازي ډين شیجون او ورسره لوړپوړي هيئت له خوا د طالبانو استازو ته هرکلی وویل شو.
سرچينه کاږي، له چینايي لوړپوړو چارواکو سره د طالبانو د پلاوې لیدنې کتنې روانې دي، دواړه خواوې به له افغانستان څخه د بهرنيو پوځيانو د وېستلو، د سياسي او اقتصادي اړيکو او همدا ډول په افغانستان او سیمه کې د سولې او ټيکاو په اړه خبرې او بحثونه وکړي.
سرچينه زياتوي، ملا برادر اخند چینايي چارواکو ته له امریکایي جهت سره د مذاکراتو د بهیر په اړه د طالبانو دريځ روښانه کړ، چې د چینايي چارواکو له خوا د دوى د دريځ ملاتړ وشو.
په تېرو کابو دووه اونيو کې د طالبانو د قطر دفتر دوه پلاوي روسيې او ايران ته هم سفرونه کړي دي.
شاوخوا دوه اونۍ مخکې په کابل کې له ځانمرګي بريد وروسته چې په ترڅ کې يې د يوه امريکايي په ګډون دوه د ناټو سرتېري او لس افغانان ووژل شول، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره خبرې ودرولې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن