ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د داعش او طالبانو ترمنځ نښته کې د دغو ډلو ۱۱ کسان وژل شوي

ننګرهار کې د داعش او طالبانو ترمنځ نښته کې د دغو ډلو ۱۱ کسان وژل شوي

author avatar
22 Sep 2019 - 17:08
ننګرهار کې د داعش او طالبانو ترمنځ نښته کې د دغو ډلو ۱۱ کسان وژل شوي
author avatar
22 Sep 2019 - 17:08

جلال اباد (پژواک، ۳۱ وږی ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښته شوې چې له دواړو لورو ته په کې ۱۱ وسله وال وژل شوي دي.

د چارواکو په وينا چې دغه نښته تېره  شپه شوې او د وسله والو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ۳۱مه پژواک اژانس ته وويل، د خوږياڼو ولسوالۍ د زاوې په سيمه کې تېره شپه داعش او طالب وسله والو خپلمنځي نښته کړې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې نښته کې نهه داعشي او دوه طالب وسله وال وژل شوي او دوه ټپيان شوي دي.

دی زياتوي، جګړې پنځه ساعته دوام کړی او د وسله والو طالبانو وژل شوي او ټپي غړي د سرې قطعې اړوند دي.

داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.

په تېر کې هم يادو وسله والو ډلو پر خوږياڼو سربېره په پچيراګام، شېرزادو او شينوارو ولسواليو کې خپلمنځي نښتې کړې وي چې تر ټولو لويې هغه يې د پچيراګام او خوږياڼو وې چې دواړو لورو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ په کې ملکي خلکو ته هم تلفات اوښتي و.

له دغو جګړو سلګونه کورنۍ جلال اباد ښار او نورو خوندي سيمو ته کډه شوې دي چې ځينې يې د کورونو د ړنګېدو له امله تر اوسه کډوالې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.