ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي ښځې: د ټاکنو کمېسیون باید په ټاکنو کې د درغلیو مخه ونیسي

د دایکنډي ښځې: د ټاکنو کمېسیون باید په ټاکنو کې د درغلیو مخه ونیسي

author avatar
23 Sep 2019 - 17:42
د دایکنډي ښځې: د ټاکنو کمېسیون باید په ټاکنو کې د درغلیو مخه ونیسي
author avatar
23 Sep 2019 - 17:42

نیلي (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۸): د دایکنډي ځینې ښځې په داسې حال کې چې په ټاکنو کې ګډون ته چمتو دي، خو اندېښنه لري چې ښايي درغلۍ او سرغړونې دغه ملي بهیر اغېزمن کړي او د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه غواړي چې د ټاکنو روڼوالی وساتي او د سرغړونو مخه ونیسي.

د ولسمشرۍ په ټاکنو چې ټاکل شوې تر راتلونکو پنځو ورځو ترسره شي، نږدې ۱۱ ميلیونه کسان به په کې ګډون وکړي او ۱۵ نوماندانو ته به رایې ورکړي.

د دایکنډي د پاتو ولسوالۍ اوسېدونکې ۶۵ کلنه ګل مرجانه که څه هم چې لوستې نه ده، خو په ټاکنو کې د ګډون لپاره یې پر خپله پېژندپاڼه سټېکر لګولی او وایي چې تر اوسه یې په تېرو څو ټاکنو کې هم ګډون کړی دی.

هغې زیاته کړه: «پر خپله پېژندپاڼه مې سټېکر وهلی، زوی ته مې وویل چې ما د رایې ورکورنې مرکز ته بوځي څو رایه ورکړم، الله دې وکړي چې امنیت ښه وي او خلک وکولای شي څو په ارامۍ سره رایه ورکړي.»

نوموړي زیاته کړه چې د کورنۍ نور په شرایطو برابر غړي یې هوډ لري چې په ټاکنو کې ګډون وکړي څو خپل د خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړي.

هغې په وویل: «هغه چا ته رایه ورکوم چې معاون یې یوه ښځه وي؛ ځکه چې یوه ښځه د بلې ښځې درد ښه درک کولای شي او ښځې زړه سواندې وي.»

دې ښځې له نوماندانو وغوښتل چې په ټاکنو کې په روڼتیا سره پرمخ ولاړ شي او پرېږي څو یو وړ کس د رڼې پروسې له لارې بریالی شي.

هغې دغه راز د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه د درغلۍ د مخنیوي غوښتنه وکړه.

دغه راز د مرکز نیلي د دشت اوسېدونکی شل کلنه مروارید پژواک ته وویل، په ټاکنو کې د ګډون لپاره لېواله ده او پوره تیاری لري او پر هر ډول ستونزې سربېره به په دې ورځ د رایې ورکونې مرکز ته ځي او خپل د خوښې وړ نوماند ته به رایه ورکوي.

هغې زیاته کړه: «د رایې وکونې د مرکز له کارکوونکو، سیاسي حزبونو او نوماندانو مو غوښتنه دا ده چې د درغلۍ مخنیوی وکړي او پرېږدي چې دغه ملي بهیر [ټاکنې] روڼ ترسره شي او د هېواد راتلونکی ولسمشر د خلکو په رایو وټاکل شي.»

د دغه ولایت د نیلي ښار اوسېدونکې فاطمه حیدري پر دې باور ده چې هر افغان مسوول دی څو په ټاکنو کې برخه واخلي او یوه نوماند ته رایه ورکړي.

هغې وویل چې دې مسوولیت احساس کړی او په ټاکنو کې ګډون کوي څو خپل د خوښې نوماند ته رایه ورکړي.

فاطمه له ټولو سیاسي ګوندونو هیله لري چې د ټاکنو په پروسه کې له لاسوهنې ډډه وکړي، څو ټاکنې رڼې ترسره شي او د ازادې سیالۍ اصل چې د ټاکنو اساس جوړوي، ټینګښت ومومي.

د دایکنډي پوهنتو یوې محصلې بلقیس احمدي پژواک ته وویل، غواړي په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي او خپل د باور وړ نوماند ته چې وکولای شي د هېواد پر وړاندې د خلکو اراده تمثیل کړي، رایه ورکړي.

نوموړې زیاته کړه چې ټاکنې یوه ملي پروسه ده او د قومي، سمتي، ژبني او مذهبي مسئلو له نظر کې نیولو پرته باید ټول خلک په کې ګډون وکړي.

هغه په ټاکنو کې د ښځو پر وړاندې ستونزمن او نامناسب امنیتي وضعیت ته اشاره وکړه او له امنیتي مسوولینو یې وغوښتل څو د رایې ورکولو په مرکزونو کې امنیت ټینګ کړي.

دغه راز رقیه راسخ په دغه ولایت کې د ښځو د حقونو فعاله وایي، د دې د معلوماتو له مخې چې لري یې، په ټاکنو کې د ښځو د کډون لېوالتیا ډېره ده.

هغې پژواک ته وویل: «زه ډېره خوشحاله یم چې ښځې د اوسني وضعیت په درک او د ډيموکراسۍ له نظامه په ګټې اخیستنې له سړیو سره یو ځای په ټاکنو کې د ښه راتلونکي لپاره ګډون کوي.»

دې ښځې هیله وښوده چې امنیتي ځواکونه د امنیت د ټینګښت په برخه کې د رایې ورکونې په ورځ جدي پاملرنه وکړي.

بلخوا په دایکنډي ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ساحوي دفتر ریيس امان الله حبیبی د ټاکنو په ترسره کولو کې د دغه ریاست له پوره چمتووالي اطمینان ورکړ او له ټولو یې وغوښتل څو په دې پروسه کې په پراخ ډول ګډون وکړي.

نوموړي وویل، د رایې ورکونې له ۲۷۷ مرکزونو به د نا امنۍ له امله یوازې درې یې تړلي وي.

هغه زیاته کړه، د ټاکنو خپلواک کمېسیون هڅه کوي څو د قانون په رڼا کې د ښځو او سړیو لپاره یو ډول چوپړ وړاندې کړي.

هغې وویل: «موږ هڅه کوو چې د ټاکنو په ترسره کولو او تخنیکي مسایلو کې همکاري ولرو او چا ته به هېڅکله د درغلۍ اجازه ورنه کړو او د خلکو له رایو به په اساسي ډول ساتنه وکړو، موږ ته ښځې او سړي د مساوي حق لرونکي دي.»

دغه راز د دایکنډي امنیه قوماندان محمداغا داوود وویل چې امنیتي ځواکونه په دغه ولایت کې د رایې ورکونې د مرکزونو د امنیت ټینګښت ته پوره تیاری لري.

همدارنګه هغه وویل چې د امنیتي ستونزو له امله به د رایې ورکونې یوازې درې مرکزونه تړلي وي، خو د ولسوالیو په نورو ساحو کې به هېڅ ډول امنیتي ستونزه موجوده نه وي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.