ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د پښتورګو ناروغيو د تشخيص او درملنې مرکز فعاليت پيل کړ

23 Sep 2019 - 17:23
23 Sep 2019 - 17:23

خوست ښار (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۸): په خوست ولايت کې د لومړي ځل لپاره د پښتورګو د ناروغيو د تشخيص او درملنې مرکز په فعاليت پيل وکړ.

د چارواکو په خبره، له ننګرهار او کابل وروسته د هېواد په کچه د پښتورګو د ناروغيو د تشخيص او درملنې دا درېيم مرکز دی چې په فعاليت پيل کوي.

دغه مرکز چې د خوست ملکي روغتون ترڅنګ د عامې روغتيا لپاره په نوې جوړه شوې ودانۍ کې دی، نن د ولايتي چارواکو او د عامې روغتيا وزارت څخه راغلي پلاوي له خوا د يوې غونډې په ترڅ کې پرانيستل شو.

د عامې روغتيا وزارت د پښتورګو د خدماتو د مرکز عمومي مشر محمد قاسم ساحلي دغې غونډې ته وويل چې دغه مرکز په پرمختللو او عصري وسايلو سمبال دی.

د هغه په وينا، له دې وروسته هغه کسان چې د پښتورګو ناروغي لري، اړ نه دي چې د تداوی لپاره کابل او يا بهر ته سفر وکړي.

دی وايي: ((د عامې روغتيا وزارت د تصميم پر بنياد د دې مرکز د انکشاف او ودې په منظور راتلونکي مالي کال کې هم يو مقدار بوديجه په نظر کې نيول شوې ده، چې ان شاءالله دغه مرکز به ورو ورو په يوه ډېر ماډرن معالجوي روغتون بدليږي.))

د ده په خبره، دا مهال په دغه روغتيايي مرکز کې هغه وسايل او امکانات موجود دي، چې کولی شي په اسانۍ سره د پښتورګو ټولې ناروغۍ تشخيص او تداوي يې وکړي.

ورته مهال د خوست والي محمدحليم فدايي يادې غونډې ته وويل چې د دغه مرکز په فعالېدو باندې د عامې روغتيا وزارت له انکشافي بوديجي څخه يوولس ميليونه افغانۍ لګښت شوی دی.

هغه وايي، د دې مرکز په فعالېدو سره د پښتورګو ناروغان له هغو ستونزو او تکليفونو خلاص شول چې د درملنې پرمهال به يې د سفر پرمهال ګالل.

هغه زياتوي: ((که دې مرکز باندې وتوانيږو چې موږ د خوست بلکې د لويې پکتيا ناروغان دلته تداوي کړو، له پاکستان او هندوستان يې را وګرځوو، له دې پرته د خوستوالو لپاره بل لوی افتخار نه شته.))

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر حبيب شاه انصاري هم وايي، تر نن ورځې پورې هغه کسان چې د پښتورګو پر ناروغۍ اخته دي او خوست کې يې درملنه نه کېدله، کابل او يا بهر کوم هېواد ته تلل.

بل خوا د خوست يوه اوسېدونکي شمس مراد پژواک خبري اژانس سره خبرو کې خوښي وښوده چې په لومړي ځل دغه ولايت کې د پښتورګو د ناروغيو د تشخيص او درملنې معياري مرکز جوړيږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version