کابل (پژواک، ٧ تله ۹۸): د هېواد په ځینو ولایتونو کې نن برېښناپرې شوې وه؛ خو له حراتي برېښنا څخه د ګټه اخیستنې له امله په هېواد کې د رایې ورکولو په مرکزونو کې د رایو بهیر له هيڅ ستونزې سره مخ نه شو.
د برېښنا ریاست تېروه ورځ ویلي و چې د کابل په ګډون ځینې هغه ولایتونه چې د ورداتي برېښنا له انرژۍ ګټه اخلي، د برېښنا د پایو په ساحه کې جګړه شوې چې برېښنا په پوره ډول پرې شوې ده .
د پژواک خبري اژانس خبریالانو، له مرکز او ولایتونو د رایې ورکولو له مرکزونو د ګزارش ورکولو پرمهال ویلي چې د برېښنا نه شتون د رایې ورکولو هېڅ مرکز له ستونزې سره نه دی مخ کړی.
د پژواک خبري اژانس د معلوماتو له مخې، په غور، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، هرات، دایکنډي، فاریاب، بدخشان، او نمیروز ولایتونو کې عمومي برېښنا پرې شوې وه.
همدارنګه د پژواک خبریال، په ننګرها او لغمان ولایتونو هم وايي، که څه هم چې د برېښنا جریان له څو ورځو راهیسې، په دې دواړ ولایتونو کې قطعه شوی؛ خو نن ورځ د رایې ورکولو په مرکزونو کې، له ډیزلي جنراتورونو ګټه اخیستل شوې او د رایو ورکولو بهیر له دې امله له ستونزې سره نه دی مخ شوی.
همدارنګه له کونړ او نورستان ولایتونو په راپورونو کې هم داسې راغلي چې د کار د پرمخ وړلو لپاره یې د رایې ورکولو په مرکزونو کې له ډیزلي برېښنا ګټه پورته کړې ده.
په همدې ترتیب په بدخشان، دایکنډي، غور، او نیمروز ولایتونو کې د پژواک خبریالانو راپور ورکړی چې د برق د جریان نه شتون، ددې ولایت د رایې ورکولو هېڅ مرکز نه دی زیانمن کړی او د کار پر مخ وړلو لپاره یې، له ډیزلي جنراتورونو ګټه اخیستې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP