کابل (پژواک، ٧ تله ٩٨) : د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ملګرو ملتونو په کلنۍ عمومي ناسته کې د ګډون لپاره امريکا ته روان شو.
د ملي امنيت شورا وياند کبير حقمل د تلې په ٧ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ډاکټر محب د ملګرو ملتونو په ۷۴مه عمومي ناسته کې د ګډون په موخه نن د امريکا د نيويارک ښار پر لور وخوځېد.
هغه زياته کړه چې حمدالله محب به سبا د افغان دولت په استازولۍ په دې ناسته کې وينا وکړي.
حقمل وايي، محب به په دې وينا کې د افغانستان پر وروستيو حالات، ولسمشرۍ ټاکنو، سولې او ګڼو نورو موضوعاتو رڼا واچوي.
د دې ترڅنګ په پام کې ده چې د ملي امنيت سلاکار د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونيو ګوټريز سره هم ليدنه وکړي.
د ملي امنيت شورا وياند زياته کړه، په دې کتنه کې به له افغانستان سره د ملګرو ملتونو پر همکاريو تمرکز وشي او دا چې افغانستان له دې همکاريو سره پر يوه ښه لوري روان دی او بايد دوام ومومي.
حقمل وويل، ډاکتر محب به ددې ترڅنګ د سولې په اړه د افغان دولت او ولس دريځ هم روښانه کړي او له نړيوالو به وغواړي چې په دې لړ کې د افغانانو پر مالکيت او د هغوی پر مشرۍ پروسې ملاتړ وکړي.
د هغه په وينا، نوموړی به ددې سفر په لړ کې همدارنګه يو شمېر ټولنو او مرکزونو کې ويناوې هم ولري چې ددې پروسې ملاتړ وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP