ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګېزاب ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده

ګېزاب ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده

author avatar
4 Oct 2019 - 11:52
ګېزاب ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده
author avatar
4 Oct 2019 - 11:52

ترينکوټ (پژواک، ١٢ تله ٩٨): د اروزګان امنيه قوماندان وايي چې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ١٩ طالبان او دوه پوليس وژل شوي دي.

د اروزګان امنيه قوماندان سمونوال خطاب خنجري د تلې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې طالبانو پر ګېزاب ولسوالۍ ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.

دى وايي چې په دغه جګړه کې تر اوسه يو پوليس وژل شوى او څلور نور ټپيان شوي دي.

د قوماندان په وينا په همدغه جګړه کې تر اوسه ١٩ طالبان وژل شوي او هغه څلور امنيتي پوستې هم له طالبانو بېرته نيول شوي چې څو ورځې وړاندې يې ترلاسه کړي وو.

خنجري دا هم وويل چې تېره ورځ طالبانو په مرکز ترينکوټ کې د مولاداد په نوم يو بل پوليس هم وژلى دى.

بلخوا یوې امنیتې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي پژواک ته وویل چې سلګونو طالبانو له تېرو درېو ورځو راهېسې پر ګیزاب سخت بريدونه پيل کړي او ډېرې سيمې يې هم نيولي دي.

هغه وايي: ((دې ولسوالۍ ته تر اوسه هېڅ مرسته نه ده رسيدلې که پام ورته ونشي نو بدې پايلې به ولري.))

بل لورته طالبان هم دغه جګړې تاييدوي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې طالبانو په ګېزاب ولسوالۍ کې څو پوستې نيولي او حکومتي ځواکونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.