ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د نشه يي توکو جوړېدو کې د کارېدونکي بندک بوټي د کرلو مخنیوی دې وشي

چارواکي: د نشه يي توکو جوړېدو کې د کارېدونکي بندک بوټي د کرلو مخنیوی دې وشي

author avatar
9 Oct 2019 - 18:59
چارواکي: د نشه يي توکو جوړېدو کې د کارېدونکي بندک بوټي د کرلو مخنیوی دې وشي
author avatar
9 Oct 2019 - 18:59

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۹۸): د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو چارواکي وايي چې د «بندک» په نوم د نبات کرلو مخه دې ونیول شي؛ ځکه له یاد بوټي د کیمیاوي توکو پر ځای د نشه يي توکو لکه شيشې او تابلیت  Kپه جوړولو کې استفاده کېږي.

د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز او د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال محمد هاشم اورتاق نن ولسي جرګې ته غوښتل شوي وو.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال وویل، داسې نبات یې کشف کړی چې د شیشې او تابلیت K  په ترکیب کې د کيمیاوي موادو پر ځای د استفادې لپاره له هېواده بهر واردېږي.

هغه زیاته کړه، دغه بوټی بندک نومېږي او د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې کرل کېږي چې باید مخه یې ونیول شي.

د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېرزو هم وویل، له نشه يي توکو سره د مبارزې په قانون کې باید د دغه تازه کشف شوي بوټي کښت د خشخاشو په ډول جرم وګڼل شي.

هغه زیاته کړه، که چېرې د یاد بوټي د کرلو مخه ونه نیول شي، د ځوانانو روږديتوب ته زمینه برابرېږي؛ ځکه د دغه نبات له کشف وروسته په هېواد کې د شیشې او K ټابلېټو بیه کمېږي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال وویل، له نشه يي توکو سره د مبارزې قانون د تعدیل طرحه یې چې د بندک بوټي کرل هم په کې منعه شوي، عدلیې وزارت ته استولې او د تایید لپاره ملي شورا ته هم لېږل کېږي.

د ولسي جرګې لومړي نایب امیرخان یار چې د دې جرګې د نننۍ ناستې ریاست یې پر غاړه و، وویل، کله چې د قانون د تعدیل طرحه له ولسي جرګې سره شریکه شي، دوی به یې په اړه تصمیم ونیسي.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې اوس له درې میلیون ډېر کسان پر نشه يي توکو روږدي دي او تېر کال د هېواد په ۲۶۳ زره کرنیزه ځمکه کوکنار کرل شوي وو. د سږ کال د کوکنارو د کښت د اندازې په اړه تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.