ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهنې وزارت عمومي وضعیت وارزول شو

د پوهنې وزارت عمومي وضعیت وارزول شو

author avatar
14 Oct 2019 - 20:00
د پوهنې وزارت عمومي وضعیت وارزول شو
author avatar
14 Oct 2019 - 20:00

کابل (پژواک ٢٢ تله ٩٨): ولسمشر غني د پوهنې ښوونیز نصاب د کیفیت پر ښه والي ټینګار وکړ او ويې ویل، په مرکز او ولایتونو کې ټولو ښوونځیو ته د کتابونو د مدیریت او وېش لپاره دې منظمه برنامه ایجاد شي او هم دې د پوهنې وزارت څارونکی رول پیاوړی شي.

نوموړي دغه خبرې د ده په مشرۍ د پوهنې وزارت د عمومي وضعیت ارزولو په ځانګړي ډول د پوهنې د کیفیت لوړولو په موخه جوړه شوې غونډه کې کړې دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغې غونډه کې چې نن مازدیګر په ارګ کې وشوه، په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر ميرویس بلخي د دغه وزارت د عمومي وضعیت په اړه خپل راپور غونډې ته وړاندې کړ.

سرچينه زياتوي، ولسمشر غني د یاد راپور له اورېدو وروسته وویل، د پوهنې کیفیت باید ښه او لا زیاته پانګونه پرې وشي.

هغه زیاته کړه، معلوماتي واحد سیستم دې ایجاد شي، ښوونځي، ښوونکي او زده کوونکي دې په کې راجستر شي، ترڅو په دغه وزارت کې د ظرفیت واضح تصویر رامنځته شي.

ده ټینګار وکړ، موږ باید په ټولو ولایتونو کې د ښوونځیو د مدیریت او پوهنې انکشاف د متوازن کولو لپاره واضح پلانونه ولرو، دغه راز د پوهنې د ملي انکشاف پلانونو او د هغو د پراختیا په خاطر لا زیات کار وکړو.

غني څرګنده کړه، د پوهنې په اړه د خلکو شکایتونه تر اوسه نه دي حل شوي، دغه راز په پوهنې وزارت کې ستونزې شته او د مسلکي ښوونکو استخدام ته پاملرنه نه ده شوې.

ده وویل، په پوهنې وزارت کې د بودجې او منابعو د مصرف لپاره منظمه برنامه نشته او دې برخې ته باید جدي پاملرنه وشي، تشکیلاتي پړسوب (تورم) باید له منځه ولاړ  شي او د هیواد په ټولو ولایتونو کې دې د پوهنې وضعیت ښه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.