ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ښار یوازې ۱۰ سلنه اوسېدونکي د اوبو رسولو ښاري شبکې ته لاسرسی لري

د کندهار ښار یوازې ۱۰ سلنه اوسېدونکي د اوبو رسولو ښاري شبکې ته لاسرسی لري

author avatar
14 Oct 2019 - 17:17
د کندهار ښار یوازې ۱۰ سلنه اوسېدونکي د اوبو رسولو ښاري شبکې ته لاسرسی لري
author avatar
14 Oct 2019 - 17:17

کندهار (پژواک، ۲۲ تله ۹۸): د کندهار ښار یوازې ۱۰ سلنه اوسېدونکي د اوبو رسولو ښاري شبکې ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې ۹۰ سلنه نور اوسېدونکي د څښلو لپاره د پاکو اوبو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

بل خوا چارواکي وايي، له بده مرغه په کندهار کې دا فرهنګ نه دی عام شوی چې خلک دې د اوبو تر لاسه کولو په بدل کې د شوي لګښت پیسې پر وخت تادیه کړي.

د کندهار ښار ۹مه او ۱۲مه هغه ناحیې دې چې اکثریت اوسېدونکي یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او په دې برخه کې له جدي ستونزو کړېږي.

د نهمې ناحیې اوسېدونکي محمد داوود پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې سیمه کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ټیټه ده او حکومت هم خلکو ته د اوبو رسولو شبکې خدمات نه دي وړاندې کړي.

نوموړي په دې سیمه کې د اوبو د یوې زېرمې یادونه وکړه چې د یوې بهرنۍ موسسې په مرسته جوړه شوې او هره ورځ ورڅخه د دې سیمې د کورنیو سلګونوه ماشومانو په بوشکو کې اوبه وړي او په ساعتونو ساعتونو نوبت ته انتظار باسي.

د دي په خبره، د سیمې ډېر اوسېدونکي بې وزلې دي او ټول د دې توان نه لري چې اوبه په بیه واخلي، ځکه خو ماشومان اړ دي کورونو ته په بوشکو کې اوبه یوسي.

د کندهار ښار د ۱۲مې ناحیې یوه اوسېدونکي محب الله پژواک اژانس ته وویل، د دې سیمې ډېرو برخو ته هم د اوبو رسولو شبکې نلونه نه دي غځول شوي او خلک په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه، د دې سیمې ډېر اوسېدونکي د خپلې اړتیا وړ اوبه په بیه اخلي خو ټول د خپل ناسم اقتصادي وضعیت له امله دغه بیه نه شي پرې کولای او مجبور دي اوږد مزل وکړي او له جوړو شوو زېرمو اوبو راوړي.

دی غوښتنه کوي چې حکومت دې د خلکو د اوبو ستونزه حل کړي او دغه سیمه دې د اوبو رسولو له ښاري شبکې سره ونښلوي.

په ورته توګه د کندهار ښار د لوېدیځې څنډې میرویس مېنې ۵۰ سلنه کوورنه د اوبو رسولو له شلکې سره نښلول شوي خو بیا هم خلک د اوبو له نشتوالي او کموالي شکایت کوي.

د دې سیمې اوسېدونکي وايي، د اوبو شبکه ډېره زړه ده او د کم فشار له امله کورونو ته کافي اوبه نه رسېږي.

دا یوازې د کندهار ښار د یادو شوو سیمو ستونزه نه ده، بلکې د کندهار ښار ډېرې سیمې له ورته حالت سره مخ دي او اوسېدونکي یې د څښاک اوبو شبکې ته لاسرسی نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.