ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ځینو جرمونو په تړاو ۱۷ وسله وال نیول شوي

ننګرهار کې د ځینو جرمونو په تړاو ۱۷ وسله وال نیول شوي

author avatar
15 Oct 2019 - 16:22
ننګرهار کې د ځینو جرمونو په تړاو ۱۷ وسله وال نیول شوي
author avatar
15 Oct 2019 - 16:22

جلال اباد (پژواک، ۲۳ تله ۹۸):  د ننګرهار د ملي امنيت ادارې له لوري په جلال اباد ښار کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۷ وسله وال نيول شوي چې په ډله کې داعش او طالب جنګيالي هم شامل دي.

په نيول شوو کسانو کې درې هغه وسله وال کسان هم دي چې له نظامي يونيفورم په استفادې يې د خلکو په ترور، اختطاف او وسله والو غلاوو کې یې لاس درلود.

نيول شوي کسان د تلې په ۲۳مه د ملي امنيت په رياست کې خبريالانو ته وښودل شول.

په همدې تړاو جوړ شوي کنفرانس ته د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، د ملي امنيت موظفينو تېره يوه اوونۍ په جلال اباد ښار کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۷ کسان نيولي دي.

دی زياتوي، په دغو کسانو کې ۸ داعش وسله وال، درې طالبان او دغه راز يو شمېر نور وسله وال شامل دي.

هغه زياته کړه: ((په نيول شوو کې درې یې د لغمان ولايت اوسېدونکي دي، وسله وال غله دي چې له نظامي يونيفورم څخه په استفادې یې وسله والې غلاوې، ترور او دغه راز اختطافونه کول.))

والي ډاډ ورکړ چې ګډ افغان دفاعي او امنيتي ځواکونه د وسله والو د ځپلو پوره وړتيا لري او په خبره يې، د دوی د عملياتو او قربانيو په پايله کې د ننګرهار شل ولسوالۍ د حکومت تر کنټرول لاندې دي او پاتې دوو ولسواليو ته هم دعملياتو پلان جوړ شوی دی.

په ورته وخت کې د ننګرهار د ملي امنيت رييس ډګر جنرال نظر علي واحدي وويل، په دغه ولايت کې له پخوا وسله وال ډير ځپل شوي او د څو ولسواليو په لږو محدودو سيمو کې يې فعاليت ورټول شوی دی.

نوموړی د امنيتي ساحو د پراختيا په برخه کې د خلکو او ولسي پاڅون کوونکو د ملاتړ او همکارۍ هم يادونه کوي او وايي، په ډېرو سيمو کې چې دوی عمليات ترسره کړي، ساتنه يې د سيمې خلک کوي.

د ملي امنيت ادارې له لوري يوه ويډيو هم خبريالانو ته ورکړل شوه چې په کې نيول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی و، خو خبريالان پرې نه ښودل شول چې له نيول شوو کسانو سره خبرې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.