ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرې مياشتې ټولنې ننګرهار کې پر درې نيم زره کورنيو مرستې وېشلې دي

author avatar
16 Oct 2019 - 18:43
author avatar
16 Oct 2019 - 18:43

جلال اباد (پژواک، ۲۴ تله ۹۸): د ننګرهار دسرې مياشتې ټولنې مسوولينو د سرې مياشتې اوونۍ د نمانځلو په غونډه کې پر شتمنو هېوادوالو غږ وکړ چې له اړمنو خلکو سره دې مرستې وکړي.

دوی وايي، دا تېرکال يې د شتمنو هېوادوالو راټولې کړې مرستې په څه باندې درې نيم زره کورنيو وېشلي او که سږکال هم ورسره مرستې وشي؛ نو دوی به يې اړمنو کورنيو ته ورسوي.

چارواکي وايي، د سرې مياشتې اوونۍ دا ځل د سرښندنې، همپالنې او مرستو په نوم نمانځي چې د تلې له ۲۴مه پيل او تر ۳۰مې به دوام وکړي.

د سرې مياشتې ټولنې مسوولين وايي، په دغه اوونۍ کې به له شتمنو هېوادوالو مرستې راټولې کړي چې بيا به يې د کال په اوږدو کې د اړتيا پرمهال اړمنو هېوادوالو او د پېښو قربانيانو باندې ووشي.

د ننګرهار سرې مياشتې رييس محمد نادر جبار خېل وويل، په تېر يو کال کې يې درې زره او شپږ سوه بېوزله او اړمنو کورنيو ته د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ورکړي، د جګړې له ډګره يې يو سل او شپږ شپيته جسدونه انتقال کړي او د زړه سوري دوه سوه او شپيته ناروغان يې مرکز ته د درملنې په موخه ور پيژندلي.

ده زياته کړه، د سرې مياشتې په مرستون کې اووه ديرش بېوزله کورنۍ استوګنې کړي، د يو ګرځنده په ګډون په څلور کلينيکونو کې يې روغتيايي خدمات تر سره کړي او د هرو درېيو مياشتو په موده کې لسګونه ځوانان د کمپيوټر، انګليسي او نورو برخو کې روزلي دي.

هغه وايي، اتلس سوه نارينه او ښځينه رضا کاران ور سره په مرکز او ولسواليو کې کار کوي او همدا راز دوه زره زده کوونکي ور سره د رضا کارانو په توګه کار کوي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل چې د سرې مياشتې ادارې پياوړتيا په موخه يې د اداري مجلس د تصويب له مخې د ټولو ادارو مسوولینو او کار کوونکو د يوې ورځې تنخوا د سرې مياشتې ادارې ته ځانګړې کړې ده.

هغه زياته کړه، سره مياشت د خلکو په مرسته د خلکو لپاره د جګړې او طعبي پېښو زيانمنو سره مرسته او بشر پالنه کوي.

ننګرهار والي په شتمنو خلکو غږ وکړ چې سرې مياشتې سره مرسته وکړي، ترڅو خلکو ته پرې اړينې مرستې برابرې کړي.

د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي محمد داوود مجاهد د اسلام له نظره د سرې مياشتې ادارې په څېر خير سوونکي فعاليتونه ارزښتمن وبلل او په ټولو شتمنو خلکو يې غږ وکړ چې د خير ښېګڼې دې ادارې سره مرسته وکړي.

د معلوماتو له مخې، د سره مياشتې او سره صليب غورځنګ له شاوخوا ۱۵۰ کلونو راهيسې د بشر پالنې په برخه کې خيريه فعاليتونه تر سره کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.