ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد ښار کې د شپږ ميليونه افغانيو په لګښت یو سړک جوړېږي

جلال اباد ښار کې د شپږ ميليونه افغانيو په لګښت یو سړک جوړېږي

author avatar
17 Oct 2019 - 15:32
جلال اباد ښار کې د شپږ ميليونه افغانيو په لګښت یو سړک جوړېږي
author avatar
17 Oct 2019 - 15:32

جلال اباد (پژواک، ۲۵ تله ۹۸): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د يو اېن هبيتات ادارې د شپږ ميليونه افغانيو په لګښت سړک جوړېږي چې چارواکي وايي، سلګونه کورنۍ به ترې په مستقيم او ګڼې نورې په غير مستقيم ډول ګټه واخلي.

د ۱۴ متره په سور او د ۳۷۰ متره په اوږدوالي دغه سړک د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو کې جوړېږي.

د جلال اباد ښاروالۍ د څلورمې ناحيې امر بريالي چلند د تلې په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل چې د دې ناحيې اړوند د مجبوراباد په سيمه کې يې د يو اېن هبيتات موسسې په مالي لګښت او خلکو په ونډې باندې د يوه سړک جوړولو کار پيل کړ.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، سړک ۱۴ متره پلنوالی او ۳۷۰متره اوږدوالی لري چې د سړک په منځ کې ګلدان او د برېښنايي څراغونو سيستم به هم ولري او د يوه کال په موده کې به يې چارې سرته ورسېږي.

د چلند په وينا، په ياد سړک ټولټال شپږ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې ډېره برخه يې يو اېن هبيتات اداره او يو څه برخه يې د خلکو په ونډه ورکول کېږي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، د سړک په رغېدو سره به يې ډېرې ستونزې حل شي؛ ځکه اوس روغتون ته د ناروغ په وړلو کې هم ستونزې وي.

د سيمې يوه قومي مخور چترال شينواري وويل، د سړک د چارو به په خپله نظارت کوي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې کارونه يې بې کفيته او د نقشې خلاف وکړي.

يو  بل ځايي اوسېدونکی عبدالولي وايي، دغه سړک به ورته اقتصادي مشکلات هم راکم کړي؛ ځکه اوس دې سيمې ته تلونکي د سپرلیو موټر په دې خاطر لوړه کرايه اخلي چې سړک يې خراب دی.

د سيمې خلکو په ورته وخت کې هيله څرګنده کړه چې د ښاروالۍ اداره دې هم د دغه سړک د کفيت او کارونو د شفافيت کار ته پام وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.