ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مالي چارو د څار نړیواله اداره: پاکستان د ترهګرو سره د مالي مرستو په بندلو کې پاتې راغلی

د مالي چارو د څار نړیواله اداره: پاکستان د ترهګرو سره د مالي مرستو په بندلو کې پاتې راغلی

author avatar
18 Oct 2019 - 18:43
د مالي چارو د څار نړیواله اداره: پاکستان د ترهګرو سره د مالي مرستو په بندلو کې پاتې راغلی
author avatar
18 Oct 2019 - 18:43

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۹۸) : د مالي چارو د څار د یوې نړیوالې ادارې مشر شیانګمین لیو وایي پاکستان  ترهګرۍ  سره د مالي مرستو او پیسو مینځلو په مخنیوي کې پاتې راغلی.

دامریکا غږ د راپور له مخې، نوموړي دغه څرګندونې نن د تلې په ۲۶مه، په پاریس کې ددې ادارې د څو ورځني غونډې په وروستۍ ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال وکړې.

د مالي چارو د څار دغې نړیوالې ادارې پاکستان ته څلور میاشتې وخت ورکړی چې ثابته کړي د ترهګرو ډلو سره مالي مرستې نه کوي.

هغه زیاته کړې، که پاکستان په دې کار کې ناکام شو، نوم به یې په نړیوال تور لیست کې شامل شي او د نړیوالو بنسټونو نه د پور اخیستلو چارې به یې ستونزمنې شي.

د مالي منابعو د څار نړیوالې ادراې یا FTAF د پاکستان تر څنګ ایران ته هم خبرداری ورکړی چې پر ضد به یې نور جدي اقدامات وشي.

ایران وار د مخه د دې ادارې په تور لیست کې دی. دې ادارې نن د جمعې په ورځ اکتوبر ١٨ په پاریس کې د غونډې نه وروسته په اعلامیې کې ویلي چې پاکستان د هغو ٢٧ اقدماتو نه چې په تور لیست کې د نه شاملیدو لپاره ورته ورکړل شوي وو، یوازې د پنځو اقداماتو په هکله یې کار کړی.

دغې ادارې د تروریزم په مخنیوي کې د پاکستان د هڅې نه کولو په هکله جدي اندیښنه ښودلې ده.

د FATF مشر شیانګمین لیو پاکستان ته د راتلونکي کال د فبروي د میاشتې پورې وخت ورکړی چې که د دوي په لارښوونه یې عمل ونکړ، نوم به یې په تور لست کې راشي.

په دې لست کې تر اوسه یوازې شمالي کوریا او ایران دي. لیو ویلي چې پاکستان د تروریزم سره د مالي مرستو او پیسو مینځلو د مخنیوي لپاره په کافي اندازه اقدامات ندي کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.