ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​کمېسیون: د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې به د څو ورځو په ځنډ اعلان شي

​کمېسیون: د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې به د څو ورځو په ځنډ اعلان شي

author avatar
19 Oct 2019 - 15:03
​کمېسیون: د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې به د څو ورځو په ځنډ اعلان شي
author avatar
19 Oct 2019 - 15:03

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): ټاکلې شوې وه د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې نن اعلان شي خو عمومي سرور ته له بایومټریک دستګاوو د معلوماتو په لېږد کې د ځنډ  له امله به د یادو پایلو اعلان څو ورځې وځنډېږي.

د ټاکنو د مهالوېش له مخې، ټاکل شوې وه د ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې ۲۷مه اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کمېسیون غړي، د دې لپاره چې لومړنۍ پایلې کله اعلان کړي، مشورتي غونډه لري او د نن ورځې تر وروستیو به په دې اړه معلومات وړاندې کړي.

نوموړي دې ته په اشاره چې کمېسیون نه غواړي د ټاکنو روڼوالی د سرعت قرباني کړي، ویې ویل چې د پاکو او ناسمو رایو جلا کول، د رایو دويم ځل شمېرنه او تفتیش ښايي د پایلو په اعلان کې د ځنډ لامل شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ رسنیو ته وویل: ((موږ د ورځې تر پایه خپل راپور د کمېسیون له رهبرۍ سره شریکوو او هغوی به بیا له خلکو سره معلومات شریک کړي.))

د یادونې ده، ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.