ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چاپېریال ساتنې اداره: د موسم له بدلون سره د هوا ککړېدو د مخنیوي لپاره بودجه نه لرو

د چاپېریال ساتنې اداره: د موسم له بدلون سره د هوا ککړېدو د مخنیوي لپاره بودجه نه لرو

author avatar
21 Oct 2019 - 15:23
د چاپېریال ساتنې اداره: د موسم له بدلون سره د هوا ککړېدو د مخنیوي لپاره بودجه نه لرو
author avatar
21 Oct 2019 - 15:23

کابل (پژواک، ۲۹ تله ۹۸): د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکي وايي چې په هېواد کې د موسم له بدلون سره د هوا ککړېدو د مخنيوي لپاره اړينه بودجه او مسلکي کسان په واک کې نه لري.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس شاه زمان میوندي د تلې په ۲۹مه د هوا د بدلون نړیوالې اوونۍ نمانځلو په مراسمو کې وویل چې د پخوا په پرتله هوا پاکه شوې خو په ټوليزه توګه د هوا د ککړتيا د مخنيوي لپاره اړينه بودجه په واک کې نه لري.

هغه وايي چې د بودجې د کمښت له امله دوى يواځې د هوا ککړتيا ٠،٠٨ سلنه مخنيوي کولاى شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، افغانستان په ٢٠١٥ کال کې د ملګرو ملتونو د هوا د بدلون له برخې سره تړون لاسليک کړى چې له مخې یې بايد افغانستان ته د هوا بدلون لپاره پيسې ورکړل شي خو تر اوسه دوى ته يواځې درې سوه زره ډالر ورکړل شوي دي.

ده زياته کړه که چېرې ملګري ملتونه د ٢٠٢٠ -٢٠٣٠ کلونو ترمنځ دوى ته د هوا د بدلون لپاره ١٧،٤ ميليارده ډالر ورکړل، نو دوى به وکولاى شي د هوا د ککړتیا ١٣،٦ سلنه مخه ونيسي.

همدارنګه میوندي وویل، تېره اوونۍ په بلخ، خوست، هرات، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د هوا د بدلون په برخه کې ۱۵۰ کسانو ته زده کړې ورکړل شوې دي.

میوندي له ديني عالمانو مدني ټولنو، خلکو او حکومت څخه وغوښتل چې د هوا د بدلون او ښه والي په برخه کې له دوى سره همکاري وکړي.

ده وويل چې په هېواد کې د هوا د ککړتيا کچه لوړه ده او خلک يې د مخنيوي لپاره اړين تدابير نه نيسي.

د میوندي د معلوماتو له مخې، تېر کال په هېواد کې شاوخوا دوه ميليونه کسان د وچکالۍ او ناپاکې هوا له امله زيانمن شوي دي.

د يادونې ده، د نورو ولايتونو ترڅنګ په پلازمېنې کابل کې هم هره ورځ سلګونه کسان د هوا د ککړتيا له امله پر بېلابېلو ناروغيو اخته کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.