ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: له بريا وروسته يوه اوونۍ کې له طالبانو سره مخامخ خبرې پيلېږي

غني: له بريا وروسته يوه اوونۍ کې له طالبانو سره مخامخ خبرې پيلېږي

author avatar
22 Oct 2019 - 17:10
غني: له بريا وروسته يوه اوونۍ کې له طالبانو سره مخامخ خبرې پيلېږي
author avatar
22 Oct 2019 - 17:10

کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٨) : ولسمشر اشرف غني وايي، که په ټاکنو کې بريالى اعلان شي غواړي چې له طالبانو سره  ژر نېغ په نېغه خبرې اترې پيل کړي.

نوموړي دغه څرګندونې جاپان ته د سفر پر مهال ددغه هېواد (نيکي ايشين ريويو) په نامه رسنۍ سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

هغه زياته کړې : (( که چېرې زه د ولسمشرپه توګه بيا منتخب شوم؛ نو په يوه اوونۍ کې به مخامخ خبرې  پيل شي.))

ولسمشر غني ويلي چې ولسمشرۍ ټاکنې په ښه توګه مديريت شوي او پايلې يې بايد د ټولو کانديدانو له خوا ومنل شي.

دى وايي چې طالبان بايد د اوسني اساسي قانون په رڼا کې د هېواد سياسي پروسه کې دخيل شي .

د هغه په وينا، که چېرې وسله وال طالبان له تاوتريخوالي لاس واخلي؛ نو د ډېرو افغانانو له خوا به يې هرکلى وشي.

ولسمشر غني زياتوي، له طالبانو سره تر خبرو وروسته بايد ددې ضمانت موجود وي چې د ټولو افغانانو امنيت او ثبات خوندي دى.

ده وويل، ددې ضمانت هم بايد ورکړل شي چې طالبان له نړيوالو ترهګرو ډلو سره اړيکې ونه لري  او له تاوتريخوالي لاس واخلي.

هغه زياته کړې چې طالبان بايد د نشه يي توکو له کاروبار او پاکستان سره له اړيکو هم لاس په سر شي.

غني وايي : (( طالبان له نورو وسله والو ډلو سره توپير ولري، دوى په تاوتريخوالي باور لري او نه غواړي چې په ټولټاکنو کې برخه واخلي. ))

ولسمشر د افغان سولې په پروسه کې د پاکستان رول مهم او ورغنده وباله .

له افغانستان څخه دامريکايي ځواکونو د وتلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ولسمشر غني ويلي : (( پوښتنه دا نه ده، چې هغوى پاتې کېږي يا ځي، پوښتنه د هغوى د ملاتړ او همکارۍ د څرنګوالي په اړه ده، موږ بايد خپل امنيتي ځواکونه پياوړي کړو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.