ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ کوچيان: ٩٠ سلنه څرځایونه مو غصب شوي دي

22 Oct 2019 - 05:12
22 Oct 2019 - 05:12

مزارشريف (پژواک، ۳۰ تله ۹۸): کوچيان وايي چې په بلخ کې يې لسګونه زره جريبه څرځایونه د سيمه ييزو زورواکو او قوماندانانو له خوا غصب شوي چې له امله يې د مالدارۍ کچه ٥٠ سلنه راټيټه شوې ده.

د بلخ ولايتي شورا هم د کوچيانو ياده ستونزه جدي بولي او تاييدوي چې په دغه ولايت کې د کوچيانو زيات څرځایونه غصب شوي او په کرنیزو ځمکو بدل شوي دي.

د بلخ د څوارلسو ولسواليو له ډلې په ۷ ولسواليو کې کوچيان مېشت دي چې د رسمي امارو له مخې يې شمېر څه باندې ۲۲زره کورنيو ته رسېږي.

دوی ډېر په مالدارۍ بوخت دي چې له همدې لارې خپلې اقتصادي چارې تنظيموي.

اوس د بلخ کوچيان وايي چې په دوی پورې اړوند لسګونه زره جريبه څرځایونه يې د سيمه ييزو زورواکو او قوماندانانو له خوا غصب شوي دي.

د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ د کوچيانو سرخېل حاجي سيد جان پژواک ته وويل چې کوچیان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زياته کړه، په وروستيو کلونو کې له يوې خوا وچکالۍ ځپلي او له بل پلوه يې مالچرونه له يوې مخې غصب شوي دي.

د هغه په خبره: ((زموږ ټول مالچرونه زورواکو نيولي، موږ نه وسله لرو او نه هم زور لرو چې بېرته يې ورنه واخلو، هغوی دغه څرځايونه غصب کړي او په زراعتي ځمکو يې بدل کړي دي.))

د نوموړي په وينا، د څرځایونو د غصب له امله د مالدارۍ په کچه کې هم پام وړ کموالی راغلی دی.

هغه د بېلګې په ډول وويل چې لس کاله وړاندې دوی شاوخوا ۷زره څاروي درلودل خو دمګړۍ دغه شمېر دوه زره څارويو ته راکښته شوی دی.

د کوچيانو دغه سرخېل زياتوي چې بار بار يې د خپلو ستونزو په تړاو مسوولو دولتي ادارو ته مراجعه کړې خو چا يې اواز نه دی اورېدلی.

هغه وايي که حکومت بېرته د دوی د څرځایونو په احيا کولو کې مرسته ونه کړي، نو د کوچيانو مالداري به په ټوليز ډول له منځه ولاړه شي.

د چمتال ولسوالۍ د کوچيانو سرخېل حاجي اکرم هم وايي چې د مالدارۍ په برخه کې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه چې د وروستيو کلونو وچکالۍ له امله خپلو څارويو ته واښه نه شي برابرولی چې له همدې امله يې مالداري نيم په نيمه کمه شوې ده.

نوموړي وويل چې حکومت هم د پخوا کلونو په څېر له دوی سره مرستې نه کوي.

هغه وويل: ((د موجودې وچکالۍ امله له يوې خوا دښتې وچې پاتې کېږي او له بل پلوه د مالونو علوفه که په پيسو اخلو نو قيمت يې ډېر لوړ شوی دی، همدا لامل دی چې مجبورېږو خپل څاروي وپلورو.))

د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد هم له پژواک سره مرکه کې وويل چې د بلخ کوچيان په ناوړه حالت کې ژوند کوي.

هغه زياته کړه چې د څرځایونو ستونزه پر يوه لوی معضل بدله شوې او د حل لپاره يې د حکومت ټينګ هوډ او جدي اقداماتو ته اړتيا ده.

د حديد په خبره، په بلخ کې ډېری څرځایونه د يو شمېر افرادو له خوا په ناقانونه ډول پر کرنیزو ځمکو بدل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د حکومت د خپل منځني اختلافاتو او امنيتي ستونزو له امله نامسوول کسان پر دې توانېدلي چې د کوچيانو لسګونه زره جريبه مالچرونه غصب او پر خپل نوم کړي.

د ولايتي شورا رييس غوښتنه وکړه چې حکومت بايد په بلخ کې د کوچيانو ستونزو ته ژر تر ژره رسېدنه وکړي.

په ورته مهال په بلخ کې د کوچيانو چارو رياست هم د مالچرونو د غصب له اړخه اندېښمن دی خو زياتوي چې دمګړۍ د ولسمشرۍ ماڼۍ يوه پلاوي د يادې موضوع په تړاو څېړنې پيل کړې دي.

بلخ کې د کوچيانو چارو رييس انجنير فاروق عبيدي پژواک ته وويل چې د بلخ کوچيانو اړوند شاوخوا ۹۰ سلنه مالچرونه غصب شوي چې له امله يې د مالدارۍ کچه هم ۵۰ سلنه راټيټه شوې ده.

هغه وويل چې سيمه ييز زورواکي په دغه غصب کې لاس لري.

نوموړي زياته کړه چې اوس د ولسمشرۍ ماڼۍ يو پلاوی د يادې موضوع د ارزونې په تړاو بلخ ته راغلی چې د کرنې وزارت، اراضي رياست او کوچيانو لوی رياست استازي هم په کې ګډون لري.

عبيدي وويل چې کوچيان د افغانستان د اقتصاد په ژوندي ساتلو کې مهم نقش لري او غوښتنه يې وکړه چې حکومت بايد پرې نه ږدي چې د وی مالداري له سقوط سره مخ شي.

هغه زياته کړه چې د مالچرونو د غصب ترڅنګ بايد کوچيانو ته د تعليم، روغتيا او پاکو اوبو په برخو کې هم اسانتياوې رامنځته شي.

Hits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.