ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ښځو د لاسي صنايعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

ننګرهار کې د ښځو د لاسي صنايعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

author avatar
23 Oct 2019 - 14:14
ننګرهار کې د ښځو د لاسي صنايعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو
author avatar
23 Oct 2019 - 14:14

جلال اباد (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۹۸): د ننګرهار د ښځو چارو رياست له لوري د ښځو د لاسي صنايعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو چې په کې په لاس جوړې جامې، ګنډونه او خوراکي توکي نندارې ته اېښودل شوي وو.

چارواکو ويلي دي چې د دغه نندارتون موخه د ښځو لاسي صنايعو ته بازار موندل او ترڅنګ يې د ښځو له کار څخه ملاتړ دی.

دغه نندارتون د دغه ولايت د ښځو چارو رياست د ښځو په بڼ کې جوړ شوی و چې پر ښځو سربېره په کې د ننګرهار د يو شمېر دولتي ادارو مسوولينو هم برخه اخيستې وه.

د ننګرهار د ښځو چارو رييسې فتانې عزيز په همدې تړاو نیول شوو مراسمو کې وويل، په ياد نندارتون کې د ننګرهار د بېلابېلو سيمو د ښځو لاسي صنايعې نندارې ته اېښودل شوي دي.

د هغې د معلوماتو له مخې، په نندارتون کې له شلو په زياتو غرفو کې په لاس جوړ شوي خامکي کالي، د ماشومانو د خوب بسترې، د خونو لپاره زينتي وسايل، خوراکي او نور توکي د پلور او بازارموندنې په موخه ور وړل شوي دي.

د هغې په وينا، د نندارتون موخه د مېرمنو لاسي صنايعو ته بازارموندل او دغه راز د هغوی د کار ملاتړ دی.

حبيبه جبارخېل چې د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د لاسي صنايعو يو کوچنی شرکت لري، وايي، دغه ډول نندارتونه ورته ډېر ګتور تمامېږي؛ ځکه هم يې ځيني توکي پلورل کېږي او ترڅنګ يې د دوی له توليداتو خلک خبرېږي او ورته بازار برابرېږي.

هغې زياته کړه: ((موږ په خپل شرکت کې خامک دوزي کوو، چرمه دوزي کوو، د ښځو او نارينه وو افغاني کالي چې غاړې دي او نور دي او دغه راز خوراکي توکي پروسس کوو، اچار، مربا، روب او نور شيان دي.))

صبرينا يو له هغو مرمنو ده چې د اسيا په کچه او ترڅنګ يې د نړۍ په کچه په دغه ډول نندارتونو کې افغاني توليداتو او لاسي صنايعو ته د ګډون لپاره د زمينې برابرولو غوښتنه کوي.

د نوموړې په خبره، که دا ډول زمينه سازي وشي؛ نو د افغانستان لاسي صنايع به په نړۍ کې د خپل اصليت او قدامت له مخې پراخ بازار پيدا کړي.

د ننګرهار د ښځو چارو رياست مسوولين هم وايي، د ښځو چارو وزارت هڅه کوي چې نړيوالو نندارتونونو کې هم د افغان مېرمنو د لاسي صنايعو لپاره د ګډون زمينه برابره کړي.

که څه هم ننګرهار او يو شمېر ولايتونو کې په کال کې څو ځلې د لاسي صنايعو نندارتونونه جوړېږي، خو مېرمنې وايي، که ورته ځانګړي مارکېټونه جوړ نه شي، نو دغه ډول نندارتونه ورته ګټور نه تمامېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.