Pajhwok Afghan News

په بغلان کې د ماين چاودنې له امله د يوې کورنۍ اته غړي وژل شوي

پلخمري (پژواک، ١٣ لړم ٩٨): د بغلان په مرکز پلخمري کې د ماين چاودنې له امله د يوې کورنۍ اته غړي وژل شوي او د پنځو ماشومانو په ګډون شپږ نور ټپيان دي.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند جاويد احمد بشارت د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د مرکز اړوند ډنډشهاب الدين سيمه کې شوې ده.

ده وويل: ((دغه کورنۍ ديان نوميږي او د ډنډ شهاب الدين د اکاخېلو کلي اوسېدونکي دي چې د جګړې له وېرې بې ځايه شوي وو او اوس بېرته کلي ته ستنېدل چې لار کې پرې چاودنه شوې ده.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه چاودنه کې د همدې کورنۍ اته غړي وژل شوي او د پنځو ماشومانو په ګډون شپږ نور ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه: ((دغه پېښه د طالبانو تر واک لاندې سيمه کې شوې او وژل شوي کسان هم ټول ملکي وګړي دي.))

دغه راز په دې اړه د بغلان د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر عبدالحلیم غفاري وويل چې له ډنډشهاب الدین سیمې څخه روغتون ته دیوې کورنۍ ١٤ تنه مړي او ټپیان انتقال شوي چې ډېرى يې ماشومان دي.

بلخوا د یادې کورنۍ یوتن خپلوان داد محمد پژواک ته وويل چې څو ورځې وړاندې ملا دیان د جګړې له وېرې خپله کورنۍ خوندي ځای ته انتقال کړې وه.

دى وايي: ((ملا ديان نن غوښتل خپل کورته بېرته ستون شي چې ماين پرې چاودنه کړې، د ده په ګډون د کورنۍ اته غړي يې وژل شوي دي.))

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي، خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي چې تېره شپه طالبانو د ډنډشهاب الدين د مياګانو په سيمه کې پر حکومتي ځواکونو بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د حکومتي ځواکونو دوه ټانګونه ويجاړ شوي او په کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.

خو د بغلان مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې له ولسمشرۍ ټاکنو څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د بغلان په مرکز پلخمري ښار باندې ډله ييز بريدونه پيل کړل چې له امله يې زرګونه کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې.

Views: 2

Exit mobile version