ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د ننګرهار په شېرزادو کې پيل شوي عمليات دې کليو ته پراخ شي

خلک: د ننګرهار په شېرزادو کې پيل شوي عمليات دې کليو ته پراخ شي

author avatar
11 Nov 2019 - 16:13
خلک: د ننګرهار په شېرزادو کې پيل شوي عمليات دې کليو ته پراخ شي
author avatar
11 Nov 2019 - 16:13

جلال اباد (پژواک ۲۰ لړم ۹۸): د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ خلک وايي، دغلته د ګډو ځواکونو له لوري پيل شوي عمليات يوازې د عمومي سړک پر سر روان دي او کليو ته نه دي غځول شوي.

دوی غوښتنه کوي چې عمليات کليو ته پراخ شي او د بشپړ امنيت ټينګښت لپاره کار وشي.

ګډو افغان ځواکونو شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې د ملي اردو په مشرۍ د ننګرهار شېرزاد ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي چې مسوولينو يې موخه په دې ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ځپل او سيمې د حکومت تر کنټرول لاندې راوستل په ګوته کړل.

شېرزادو ولسوالۍ چې له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې يې امنيتي وضعيت خراب و او حکومت يوازې د ولسوالۍ تر ودانۍ محدود و، چارواکي وايي، د پيل شوو عملياتو پر مهال به ياده ولسوالۍ له دغه حالت څخه بهر شي او ودانيزو چارو ته به په کې زمينه برابره کړي.

د شېرزادو ولسوالۍ يو قومي مشر ملک قاسم پژواک اژانس ته وويل، امنیتي ځواکونو يوازې لويه لار خلاصه کړې، تر ولسوالۍ رسېدلي خو کلي لا هم تر خطر لاندې دي.

هغه زياته کړه، که عمليات همداسې روان وي او يوازې د سړک د نيولو لپاره وي، نو ولس ته يې هېڅ خير نه رسېږي؛ ځکه ولس د بيارغونې، پوهنې، روغتيا، کرنې او نورو برخو کې ستونزې لري چې د امنيت نشتوالي له امله نه حلېږي.

د ننګرهار ولايتي شورا غړی اجمل عمر چې د يادې سيمې دی، دا هم وايي چې حکومتي ځواکونو يوازې د سړک پر سر ځينې پوستې جوړې کړې او کلو ته نه دي کښته شوي.

هغه ټينګار کوي چې عمليات دې سراسري شي او د ولس له همکارۍ دې هم کار واخيستل شي.

خو د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي چې ياد عمليات د ټولې ولسوالۍ لپاره پلان شوي او موخه يې هم په دې ولسوالۍ کې د قانون حاکميت او خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره د زمينې برابرول دي.

هغه زياته کړه، په ولسوالۍ کې به عمليات تر هغه وخته روان وي چې د ولسوالۍ ټولې سيمې له وسله والو پاکې شوې نه وي.

دغه راز د ننګرهار د ملي امنيت رييس ډګر جنرال نظر علي واحدي هم ټينګار کوي چې عمليات په څو پړاوونو کې مخې ته ځي چې په لومړي پړاو کې د لارې خلاصون او وروسته د ولسوالۍ نورې ساحې له وسله والو پاکول دي.

دی ټينګار کوي چې د ولسوالۍ د بشپړ امنيت لپاره ۷ امنيتي بېزونه او دغه راز ۱۸ نوې پوستې جوړېږي چې د ملي اردو، عامه نظم، سيمه ييزه اردو او ولسي پاڅوانوال به په کې ځای پرځای شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.