ترینکوټ (پژواک ۲۱ لړم ۹۸): د اروزګان امنيتي مسوولان وايي چې طالبانو په دې ولايت کې هغه دوه کسان وژلي چې دوه ورځې مخکې یې له مرکز ترینکوټه تښتولي وو.
د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال سردار محمد حیا پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کسان چې یو یې د یوه ساختماني شرکت مسوول او بل یې کارکوونکی و، دوه ورځې مخکې د ترینکوټ ښار اړوند دهیک سیمه څخه هغه مهال طالبانو له ځان سره یوړل چې د یوه روغتیایي مرکز د پروژې څارلو لپاره سیمې ته تللي وو.
ده زياته کړه، نن سهار د تښتول شوو کسانو جسدونه د اروزګان - کندهار د لویې لارې اړوند په سبزل سیمه کې پیدا شوي چې وروسته امنیې قوماندان ته راوړل شول.
خو طالبانو تردې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن