ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د رایې ورکولو نږدې ۱۹زره محلونو د رایو پایلې به ډېرې ژر اعلان شي”

“د رایې ورکولو نږدې ۱۹زره محلونو د رایو پایلې به ډېرې ژر اعلان شي”

author avatar
14 Nov 2019 - 14:27
“د رایې ورکولو نږدې ۱۹زره محلونو د رایو پایلې به ډېرې ژر اعلان شي”
author avatar
14 Nov 2019 - 14:27

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۹۸): د ټاکنو خپلواک په  کمېسیون کې یو سرچینه وایي چې ډېر ژر به د ۱۸ زره او ۸۰۰ محلونو د رایو پایلې اعلان شي.

د ټاکنو په کمېسیون کې یادې معتبرې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، نن پژوام ته وویل، کمېسیون په پام کې لري چې د ۱۸زره او ۸۰۰ محلونو د رایو پایلې به ډېرې ژر اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکنو کمېسیون تېره ورځ د ټاکنیزو ټېمونو اعتراضونو او شکایتونو ته د رسېدنې له امله په ټولو ولایتونو کې د رایو د بیاشمېرنې او تفتیش بهیر ودراوه او له همدې امله د ټاکنو لومړنۍ پایلې هم وځنډېدې.

د ټاکنو کمېسیون د پاکو او ناپاکو رایو بېلولو لپاره د روان کال د لړم په ۱۸مه د رایې ورکونې د ۲۶۵۸۰ محلونو له ډلې، د ۸۲۵۵ محلونو د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش اعلان وکړ، خو دغه بهیر د ځینو ټیمونو، عبداالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل، له مخالفت سره مخ شو.

له دې سره تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولینو وویل چې په تېرو پنځو ورځو کې د رایې ورکونې د ۹۱۵ محلونو رایې تفتیش او بیا شمېرل شوې دي.ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې. د ټاکنو د مهالوېش له مخې، لومړنۍ پایلې باید د تلې په ۲۷مه او وروستنۍ پایلې د لړم په ۱۶مه اعلان شوې وای؛ خو له بایومټریک ماشینونو څخه سرور ته د معلوماتو لېږلو کې د ځنډ له امله، د ټاکنو لومړنۍ پایلې وځنډېدې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د لړم په پنځمه په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې به د لړم په ۲۳مه او وروستنۍ پایلې به د لېندۍ په ۱۵ اعلانوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.