ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاردان پوهنتون سره نږدى د ملي امنیت د کارکوونکي وژنې قضیه تر څېړنې لاندې ده

کاردان پوهنتون سره نږدى د ملي امنیت د کارکوونکي وژنې قضیه تر څېړنې لاندې ده

author avatar
14 Nov 2019 - 11:12
کاردان پوهنتون سره نږدى د ملي امنیت د کارکوونکي وژنې قضیه تر څېړنې لاندې ده
author avatar
14 Nov 2019 - 11:12

 

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۹۸): د کورنیو چارو وزارت وايي د کاردان خصوصي پوهنتون نږدى د ملي امنیت د یوه کارکوونکي د وژل کېدو قضیه چې ادعا کېږي د ولسمشر د سلاکار د زوی د ساتونکو له خوا وژل شوی، تر څېړنې لاندې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د ملي امنیت دغه کارکوونکی د کاردان پوهنتون محصل و چې تېره ورځ له یوه بل محصل سره له لفظي او فزیکي شخړې وروسته د مرمۍ پر ډزو وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې قضیه تر څېړنې لاندې ده او د دې پېښې اصلي عاملینو د پېژندلو لپاره هڅې روانې دي.

هغه د دې په ځواب کې چې ویل کېږي دغه کارکوونکی د فردین الماس د ساتونکو له خوا چې د ولسمشر د سلاکار حاجي زاهد الماس زوی دی، وژل شوی دی، وویل چې د کابل پولیسو ته دنده ورکړل شوې څو حقیقت وپلټي.

یو عیني شاهد چې نه غواړي نوم یې واخیستل، له پژواک سره په خبرو کې وویل، پرون خالد نومی چې د ملي امنیت کارکوونکی و او تل به یې په پوهنتون کې نور محصلین ځورول، لومړی د فردین الماس له ساتونکو سره لفظي او فزیکي شخړه کوي او وروسته خالد د فردین پر ساتونکو ډزې کوي او وروسته د حاجي الماس د زوی د ساتونکو له خوا د ملي امنیت دغه کارکوونکی وژل کېږي.

هغه وویل چې د نښتې او ډزو پر مهال فردین الماس په خپل ټولکي کې و.

له فردین الماس سره اړیکه ټینګه نه شوه خو د حاجي الماس زاهد د دفتر مسوولینو په دې اړه ونه غوښتل څه ووايي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.