ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان ویسټ انډیز ته د کرکټ په دویمه  شل اووریزه لوبه کې ماتې ورکړه

افغانستان ویسټ انډیز ته د کرکټ په دویمه شل اووریزه لوبه کې ماتې ورکړه

author avatar
16 Nov 2019 - 21:50
افغانستان ویسټ انډیز ته د کرکټ په دویمه  شل اووریزه لوبه کې ماتې ورکړه
author avatar
16 Nov 2019 - 21:50

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸) : افغانستان د کرکټ په دویمه نړیوړاله شل اووریزه لوبه کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه او د ماتو د لړۍ مخه یې ودروله.

ددواړو هیوادونو ترمنځ د کرکټ دا لوبې دافغانستان په کوربه توب د هندوستان په لکنو ښار کې روانې دي.

ددویمې شل اووریزې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، نن د افغانستان د پیل لوبغاړو ښه لوبه وکړه، خو په ۴۰ منډو کې ګربز او حضرت ځاځي دواړه په یو ځای وسوځیدل، ورپسې اصغر افغان او محمد نبي هم سمه لوبه ونه کړه او وسوځیدل ، په وروستیو مرحلو کې ګلبدین نایب ، کریم جنت او نجیب ځدراڼ نسبتاً ښه لوبه وکړه او د افغانستان منډې یې  ۱۴۷ منډې وکړې.

د ویسټ  انډیز لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه کړاو د کریم جنت د په زړه پورې توپ اچونې له امله یې په شل اوورونو کې ۱۰۵ منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۴۰ منډو په توپیر سره وګټله

د افغانستان له لوري کریم جنت پنځه، راشد خان، نوین الحق او ګلبدین نایب یو یو لوبغاړي وسوځول. کریم جنت ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو. 

تر دې مخکې ویسټ انډیز له افغانستانه درې یوه ورځنۍ او یوه شل اووریزه لوبه ګټلې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.