ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بګرام زندان دوه څارنوالان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي

د بګرام زندان دوه څارنوالان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي

author avatar
16 Nov 2019 - 15:02
د بګرام زندان دوه څارنوالان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي
author avatar
16 Nov 2019 - 15:02

چاریکار (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): نن سهار د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې په یوه وسله وال برید کې د بګرام زندان دوه نظامي څارنوالان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د دغه مطلب په یادولو سره پژواک خبري اژانس ته وویل، تر اوسه ښکاره نه ده چې دغه برید د کومې ډلې له خوا ترسره شوی دی.

د کابل د قرباغ ولسوال محمد عظیم دل اقا وویل، دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۸ بجې د دې ولسوالۍ د «سبزسنګ» په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یاد څارنوالان په یوه موټر کې له کابله بګرام ته پر لاره وو.

د هغه په خبره، په دغه برید کې چې د وسله والو مخالفینو له خوا ترسره شوی، یو نظامي څارنوال وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

نوموړي وویل چې ټپیان په کابل کې د امنیت روغتون ته وړل شوي دي.

د دغه برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د بګرام زندان پر نظامي څارنوالانو برید په داسې حال کې ترسره کېږي چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره سه شنبې د لړم په ۲۱مه ویلي وو چې د طالبانو درې مهم غړي (انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ رشید عمري) د افغانستان د امریکایي پوهنتون د دوو استادانو د خوشي کولو په بدل کې چې د طالبانو په ولکه کې دي، د بګرام له زندانه ازادېږي.

وروسته له دې راپورونه خپاره شول چې د طالبانو یاد درې غړي قطر ته رسېدلي، خو پرون بیا راپورونه خپاره شول چې د طالبانو د یادو درېیو غړو تبادله چې په بګرام زندان کې بندیان دي، له دوو امریکایي استادانو سره ترسره نه شوه او بېرته د بګرام زندان ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د لړم په ۱۶مه هم د پکتیا د استیناف محکمې څلور قاضیان هم د لوګر ـ کابل پر لویه لار د محمد اغې ولسوالۍ په باقي اباد سیمه کې د طالبانو په کمین کې ووژل شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.