جلال اباد (پژواک، ۲۶ لړم ۹۸): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس کابل ته پر لاره په يوه ترافیکي پېښه کې مړ شوی او موټر چلوونکی يې سخت ټپي دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، انجنير سميع الله نصرت چې د يو رسمي کار په موخه نن سهار وختي کابل ته پر لاره و، د لغمان د قرغيو ولسوالۍ په سرخکانو سيمه کې يې موټر له بل موټر سره ټکر کړی دی.
دی وايي، په دې پېښه کې نوموړي خپل ژوند له لاسه ورکړی او موټر چلوونکی يې سخت تپي شوی دی.
انجنير سميع الله نصرت چې تر دې وړاندې د زابل ولايت د اقتصاد او له هغې مخکې د ننګرهار د اقتصاد رييس و، له تېرو شاوخوا اتو مياشتو راهيسې يې په ننګرهار کې د کرنې د رييس په توګه دنده ترسره کوله.
د نوموړي د مړينې له کبله په ټولنيزو شبکو کې د خواشينۍ ډېر پيغامونه خپاره شوي او خلکو يې د کارونو ستاينه کړې ده.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د کابل- جلال اباد پر لويه لاره ترافيکي پېښې زياتې شوې دي، د راپورونو له مخې، په افغانستان کې له ځانمرګو بريدونو وروسته ډېر خلک په ترافيکي پېښو کې مړه کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن