ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني له اداري فساد سره د مبارزې څارنوال ووژل شو

د غزني له اداري فساد سره د مبارزې څارنوال ووژل شو

author avatar
18 Nov 2019 - 19:28
د غزني له اداري فساد سره د مبارزې څارنوال ووژل شو
author avatar
18 Nov 2019 - 19:28

غزني ښار (پژواک ٢٧ لړم ٩٨): د غزني مسوولين وايي چې د دې ولايت له اداري فسار سره د مبارزې څارنوال په وسله وال بريد کې وژل شوى دى.

د والي وياند محمد عارف نوري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن مازيګر ناوخته د غزني ښار په ګنج سيمه کې شوې ده.

ده زياته کړه، د ناوې ولسوالۍ د ابتدايه څارنوال محمد حسن حليمي چې اوسمهال په غزني ښار کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې خدمتي و، پر موټر يې وسله والو بريد شوى چې نوموړى له خپل وراره سره په کې وژل شوى دى.

د هغه په وينا، وسله وال د پېښې له سيمې تښتېدلې دي.

د دې بريد مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.