ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په  غزني کې امنيتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په غزني کې امنيتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
19 Nov 2019 - 14:22
په  غزني کې امنيتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
19 Nov 2019 - 14:22

غزني ښار (پژواک، ٢٨ لړم ٩٨):د غزني ولايت په مرکز او ده يک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې نهه امنيتي سرتېرو او اووه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ده يک ولسوالۍ په تاسن او د مرکز اړوند د عاشقوالو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې شوې دي.

هغه وايي چې په دغو جګړو کې يو پوليس او څلور طالبان وژل شوي او اته امنيتي سرتېري او درې طالبان ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، په وژل شويو کسانو کې دطالبانو مشهور قوماندان ملا صابر شاهين هم شامل دى.

د نوري د معلوماتو له مخې، تر يادې جګړې وروسته امنيتي ځواکونو په ده يک ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات هم پيل کړي دي.

دغه راز د عاشقوالو سيمې يوه اوسېدونکي احسان الله پژواک ته وويل چې طالبانو سهار وختي په دغه سيمې کې د امنيتي ځواکونو پر يوې قرارګاه بريد کړى دى.

هغه وايي:((دا دى غرمه ده خو تر اوسه د ډزو غږونه اورېدل کيږي او اوس هم جګړه روانه ده.))

بل لورته طالبان هم د عاشقوالو جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په ياده سيمه کې طالبانو د حکومتي ځواکونو يو بيز نيولى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.