ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“سږ کال به د سلګونو ميليونو ډالرو په ارزښت ٣٠ زره ټنه جلغوزي چين ته صادر شي”

19 Nov 2019 - 10:19
19 Nov 2019 - 10:19

خوست ښار (پژواک، ۲۸ لړم ۹۸): د خوست ولايت سوداګر وايي چې د تېر کال په پرتله سږکال د جلغوزو حاصلات زيات او بيه يې دوه برابره لوړه شوې ده.

هغوى اټکل کوي چې سږ کال به د سلګونو ميليونو ډالرو په ارزښت شاوخوا ٣٠ زره ميټريک ټنه جلغوزي چين ته صادر شي.

هغوی يې عمده لامل د افغانستان او چين ترمنځ د هوايي دهليز پرانيستل بولي، چې له امله يې ددغه ولايت د جلغوزيو بيه لوړه شوې ده.

ددې ترڅنګ د ولسمشر محمداشرف غني له لوري د جلغوزو پرقاچاق بنديز هم ښايي سږ کال د جلغوزيو د بيې لوړېدو بل لامل وي.

دغه جلغوزي د خوست ښار لوېديځ لورته په يوه ځانګړي مارکېټ کې لومړى چاڼ او بيا په بوريو کې تر بسته بندۍ وروسته چين ته د استولو لپاره کابل ته لېږدول کيږي.

له خوست سربېره د پکتيا او پکتيکا کروندګر هم خپل د جلغوزيو حاصلات د خرڅلاو لپاره دغه مارکېټ ته راوړي.

د جلغوزو د سوداګرو په وينا چې دغه ځای کې د جلغوزيو د پاخه من نرخ چې ۵۰ کيلوګرامه دی، شاوخوا ۱۲۵ زره افغانۍ دی.

د ګل محمد په نوم د جلغوزيو يو تن کروندګر پژواک خبري اژانس ته وويل، که څه هم د تېر کال په پرتله يې سږ کال بيه دوه برابره ده، خو په ځينو سيمو کې يې د طبيعي آفتونو له امله  حاصلات کم دي.

هغه زياته کړه : ((سږکال په پکتيا او پکتيکا کې ډېر کم دي. دلته ږلۍ وهلي دي، ګرمي وهلي نو ځکه يې حاصلات کم دي د چا به چې لس بورۍ کيدل، هغه اوس تقريباً دوو بوريو ته رسېدلي دي.))

په خوست کې د جلغوزيو د سوداګرو اتحاديې مشر شهزاده پژواک اژانس ته وويل، د اټکل له مخې ښايي سږ کال له خوست، پکتيا او پکتيکا څخه شاوخوا دېرش زره مټريک ټنه جلغوزي د هوايي دهليز له لارې چين ته صادر شي.

دى وايي: ((تېر کال موږ د هوايي دهليز له لارې ۱۴ زره ټنه جلغوزي چين ته صادر کړل، ځکه سيزن په تېرېدو و. سږ کال ښايي تردې دمه دوه زره ټنه صادر شوي وي او په ټوله کې ښايي سږ کال موږ تر دېرشو زرو ټنو پورې جلغوزي د هوايي دهليز له لارې چين ته صادر کړو.))

په ورته وخت کې د جلغوزيو کروندګر هم خوښي څرګندوي چې د بيې لوړېدل يې، د دوی پر اقتصادي وضعيت سربېره د نورو خلکو پر ورځني ژوند مهم مثبت اغېز لرلی شي.

د ضياء نور خالدزي په نوم د جلغوزيو يوتن کروندګر پژواک ته وويل: ((پخوا مو يو پاخه من (٥٠ کيلوګرامه) په پاکستان کې په دېرش زره کلدارې خرڅول، خو همدومره جلغوزي چې چين ته صادروو، راته په ٢٧٠ زره کلدارې پرېوځي چې څو برابره زياته ګټوو. ))

د خوست د سوداګرۍ خونې رييس نواب اميرزى وايي، دا چې اوس د لويې پکتيا په ځانګړي ډول د خوست ځنګلونو جلغوزي د هوايي دهليز له لارې چين ته صادريږي، کروندګرو ته د اقتصادي ګټې ترڅنګ ورسره د دولت په عوايدو کې هم زياتوالی راځي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، د دې لپاره چې دا کرنيزه پانګه يې له لاسه نه وي ورکړې؛ نو دولت ته په کار ده چې د نړيوالې ټولنې په مرسته د لويې پکتيا ځنګلونه چې د تېرو څلور لسيزو جکړو کې زيان من شوي، د بيا احيا کېدو لپاره جدي هڅې وکړي.

هغه زياته کړه:((د کرنې په برخه کې هغه مرستې چې د نړيوال بانک او نورو ادارو له خوا افغانستان سره کيږي، هغه بايد د جلغوزيو په ځنګلونو باندې مصرف کړي، څو افغانستان په راتلونکي کې د‌ جلغوزيو د صادراتو په هېواد باندې بدل شي.))

د معلوماتو له مخې، په ټوليز ډول افغانستان په منځنۍ کچه هرکال ۴۰ زره ميټريک ټنه د جلغوزوحاصل لري، چې په دې کې شاوخوا ۳۰ زره مټريک ټنه د خوست، پکتيا او پکتيکا له ځنګلونو تر لاسه کيږي.

 

Hits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.