ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سياسي چارو شنونکى وحيد مژده په کابل ښار کې ووژل شو

د سياسي چارو شنونکى وحيد مژده په کابل ښار کې ووژل شو

author avatar
20 Nov 2019 - 18:37
د سياسي چارو شنونکى وحيد مژده په کابل ښار کې ووژل شو
author avatar
20 Nov 2019 - 18:37

کابل (پژواک ٢٩ لړم ٩٨): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د سياسي چارو شنونکى وحيد مژده نن ماښام په کابل کې د وسله والو په بريد کې وژل شوى دى.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د لړم په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، نن ماښام په شاوخوا پنځو بجو دوو وسله والو کسانو چې پر موټرسايکل سپاره وو، د کابل ښار د اوومې حوزې اړونده د روسيې سفارت شاته پرې بريد کړى دى.

هغه زياته کړه، نوموړى له خپل کور څخه جومات ته د ماښام لمانځه لپاره روان و چې تر بريد لاندې راغى.

رحيمي وويل، په دې بريد کې وحيد مژده وژل شوى او د پېښې په اړه څېړنې پيل شوې دي.

د دې بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې د سياسي چارو يو بل شنونکى محمد حسن حقيار هم په کابل کې د وسله وال تن په ډزو سخت ټپي شوى و.

وحيد مژده د عبدالحکيم مژده زوى په ١٣٣٢ لمريز کال کې په بغلان ولايت کې زېـږېدلى دى، لومړنۍ زده کړې يې په بغلان او بيا د کابل له حبيبيې ليسې څخه فارغ شوى دى.

دى په ١٣٧٧ لمريز کال کې د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه فارغ شوى، د کمونستي رژيم له کودتا وروسته په پاکستان او ايران کې يې د کډوالۍ ژوند کړى دى.

نوموړي په خپله يوه مرکه کې ويلي و، چې د شوروي اتحاد او کمونستانو پر ضد يې عملي جهاد کې برخه اخيستې او فرهنګي او سياسي برخو کې يې هم مبارزې کړې دي.

هغه د استاد رباني په واکمنۍ کې د بهرنيو چارو وزارت کارمند و، د طالبانو له راتګ سره يې هم پنځه کاله په دغه وزارت کې دنده ترسره کړې ده.

مژده په لومړيو کې د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي جهادي غړى و، خو اوس يې ويل چې هېڅ ډلې سره تړاو نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.