کابل (پژواک، ٢٩ لړم ٩٨): د افغانستان حکومت وايي چې د افغان امريکايي پوهنتون د استادانو له طالب بنديانو سره تبادله په هېواد کې د جګړې ختمولو په موخه شوې ده.
د دغه پوهنتون دوه امريکايي او اسټراليايي استادان چې په ٢٠١٦ کال کې په کابل کې د طالبانو له خوا تښتول شوي وو، پرون د انس حقاني په ګډون د طالبانو د درېيو مهمو بنديانو په بدل کې خوشي شول.
د ولسمشر اشرف غني وياند صديق صديقي د لړم په ٢٩مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي، د دغو استادانو خوشي کېدل او له خپلو کورنيو سره يو ځاى کېدل د افغانستان د دولت له خوا د يوې سختې پرېکړې په پايله کې عملي شول.
هغه زياته کړه، دغه پرېکړه په افغانستان کې د جګړې ختمېدو، د سولې ټینګښت او بشري حس په لرلو ترسره شوې ده.
صديقي ويلي، دغه اقدام د افغانستان د دولت او امريکا د ګډو هڅو په موخه اخیستل شوی دی.
بلخوا د حکومت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د يادو استادانو خوشي کولو هرکلی کړى دى.
د هغه له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه استادان افغان ځوانانو ته د روزنې لپاره راغلي وو چې د د وسله والو له لوري وتښتول شول.
ده زياته کړې: ((هیله لرم چې دا تبادله د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو اترو او مذاکراتو لپاره په زمینه سازۍ کې اغېزمنه ثابته شي او د دې تبادلې د وروستیو تعهداتو په پلي کولو سره د تاوتریخوالي د کمښت، عادلانه او ټولشموله سولې په برخه کې اساسي ګامونه واخیستل شي.))
پخواني ولسمشر حامد کرزي هيله څرګنده کړې چې د بنديانو دغه تبادله په هېواد کې د جګړې د پای او د سرتاسري او تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره مثبتې پايلې ولري.
نوموړي دغه راز د افغانستان د سولې په پروسه کې له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي دي چې د بين الافغاني مذاکراتو له لارې سولې ته د رسېدو هلې ځلې ګړندۍ کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن