ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرنې وزارت په کونړ کې باغونه، سړې خونې او د پروسس فابريکې جوړوي

کرنې وزارت په کونړ کې باغونه، سړې خونې او د پروسس فابريکې جوړوي

author avatar
20 Nov 2019 - 17:26
کرنې وزارت په کونړ کې باغونه، سړې خونې او د پروسس فابريکې جوړوي
author avatar
20 Nov 2019 - 17:26

اسعد اباد (پژواک، ٢٩ لړم ٩٨): د کرنې او مالدارۍ وزارت په کونړ ولايت کې د نوو مېوه لرونکو باغونو جوړولو ترڅنګ د سبزيو او مېوو ساتنې لپاره سړې خونې او د پروسس کوچنۍ فابريکې جوړوي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، دا ډول پروژې د کونړ په ګډون په ١١ ولايتونو کې د پنځه اويا ميليونه ډالرو په لګښت پلې کوي.

د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير انعام الله ساپي د لړم په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پروژه د بڼوالۍ ملي پروګرام په اډانه کې د اسيايي پرمختيايي بانک په مالي مرسته پلې کېږي.

نوموړي زياته کړه، د دې پروژې پر مټ به په دغه ولایت کې نوي مېوه لرونکي باغونه، د سبزيجاتو او مېوو ساتنې لپاره مناسبې سړې خونې او د محصولاتو د پروسس لپاره کوچنۍ فابریکې جوړې شي.

د هغه په وينا، په تېرو څو کلونو کې د کرنې او مالدارۍ ادارې په کونړ کې څه باندې درې نیم زره جريبه ځمکه کې بېلابېل مېوه لرونکي باغونه جوړ کړي چې ډېرى يې ثمر ته رسېدلي دي.

د کرنې وزارت د يادې پروژې مسوول احمد فريد رايد  وايي، دا پروژه په کونړ، لوګر، خوست، کابل، پکتيا، وردګ، پروان، لغمان ، ننګرهار، کندهار او کاپيسا کې پلې کوي.

نوموړي زياته کړه، په دې پروژه کې به له باغدارانو سره په ګډه کار کېږي او دا يوه بلاعوضه پروژه ده چې په ټول کونړ کې به پلې کېږي، خو يواځې شل سلنه به د کروندګر پر غاړه وي.

خو هغه وايي چې دا شل سلنه نغدې نه وي، بلکې کروندګر به یې پر خپله ځمکه مصرفوي.

فريد وويل په دې پروژه کې به باغدارانو ته باغونه په عصري او په نوي سیستم سره جوړېږي چې حاصلات يې لوړ شي او له لږې ځمکې ډېره ګټه پورته کړي.

د هغه په وينا، په دې سره به د کونړ حاصلات زيات او دوى به ورته له هېواده بهر ته د صادرولو  زمينه برابره کړي.

د هغه په وينا، دا پروژه به په شپږو کلونو کې بشپړه شي.

د عزيزالرحمن  په نوم يوه کروندګر وويل  چې د سړو خونو او مناسبو ذخيرو نشتوالي له امله يې زيات ځلي محصولات يا په کمه بيه پلورلي او يا هم شنډ شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.