ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې لا هم زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

ننګرهار کې لا هم زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

author avatar
20 Nov 2019 - 17:23
ننګرهار کې لا هم زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي
author avatar
20 Nov 2019 - 17:23

جلال اباد (پژواک، ۲۹ لړم ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، لا هم په دغه ولايت کې د ماشومانو پر وړاندې د درنو کارونو ترسره کول لوی ګواښ دی چې ګڼ ماشومان د دې برخې قرباني دي.

دوی وايي، د سره رود ولسوالۍ د خښتو بټۍ، د جلال اباد ښار او د تورخم ښارګوټي د ماشومانو د شاقه کارۍ لوی ځايونه دي.

مسوولينو دا څرګندونې د لړم په ۲۹مه په جلال اباد ښار کې ماشومانو د حقونو د خونديتوب نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وکړې.

د دغه ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالحکيم شېرزاد وويل، په ننګرهار کې لا هم ماشومانو پر وړاندې د يتيمېدو، د کورنيو بې وزلي، درانه کارونه، د جګړو دوام او له قانونه ناخبري لوی ګواښونه دي.

دی وايي، د همدغو ستونزو له امله ګڼ ماشومان له خپلو حقونو بې برخې دي او په شاقه کارونو بوخت دي.

نوموړی که څه هم په دې برخه کې دقيق ارقام نه لري خو وايي، زرګونه ماشومان په جلال اباد ښار، د سره رود ولسوالۍ د خښتو په بټيو او د تورخم ښارګوټي کې په درنو کارونو بوخت دي.

د شېرزاد په خبره، دوی تر يو څه حده د يادې ستونزې د حل لپاره هلې ځلې کړې خو بيا هم ډېر کار ته اړتیا ده چې کورنۍ خپلو اولادونو ته د هغوی حقونه ورکړي.

دی زياتوي: ((موږ روان کال ۳۵۰۰ يتيمانو ته د زده کړو او مرستو زمينه برابره کړې، دغه راز مو له کډوالۍ راستنيو شويو ۳۷۰۰ ماشومانو ته د ابتدايي زده کړو او تغذيې امکانات برابر کړي، ۱۲۵ ماشومانو چې جرم ترې شوی د هغوی د ساتنې او رزونې امکانات مو برابر کړي، د ۴۸۰ ماشومانو ته کار زده شوی او کار زمينه ورته برابره شوې ده چې له شاقه کارونو وژغورل شي او ۹۶۰  نور هغه ماشومان چې په شاقه کارونو بوخت و له شاقه کارۍ ژغور شوي.))

په ورته وخت کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د ماشومانو د خونديتوب لپاره د هغوی پر ښې روزنې، له فقره د هغوی د کورنيو خلاصون او په هېواد کې د جګړو پر پای ته رسولو باندې ټينګار وکړ.

دی زياتوي، د اولادونو راتلونکی د هغوی د کورنيو په پرېکړې پورې اړه لري چې راتلونکی يې ښې لورې ته بيايي او که بدې ته او په دغه برخه کې يې اچين ولسوالۍ کې د تسليم شويو داعش وسله والو اولادونو ته اشاره وکړه چې په خبره يې اوس د پلرونو د غلې پرېکړې له امله له ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو د سراسري اتحاديې رييس ډاکټر محمد لياقت عادل وايي چې د ماشومانو په برخه کې حکومتي اقدامات ورته د منلو نه دي.

هغه پژواک ته وويل، د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې ٢٦٢ ميليونه ماشومان له ښوونځي څخه محروم دي ، چې له درې نيم څخه تر څلور ميليونه يې په افغانستان کې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.