ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ کې یوه ښځه پر ډزو وژل شوې ده

د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ کې یوه ښځه پر ډزو وژل شوې ده

author avatar
22 Nov 2019 - 16:19
د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ کې یوه ښځه پر ډزو وژل شوې ده
author avatar
22 Nov 2019 - 16:19

میمنه (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۹۸): په فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د یوې ځوانې ښځې پر ډزو له وژل کېدو خبر ورکوي.

د کوهستان ولسوال روح الله میرزاد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د بندر سیمې لپاره د طالبانو ملکي ولسوال پرون ماښام یوه نجلۍ له کوره د تېښتې په جرم پر ډزو وژلې ده.

هغه وايي چې مقتول مشعل نومېده، د بندر سیمې د خم سفید کلي اوسېدونکې ده، دوه ورځې مخکې د کورني اختلافاتو او تاوتریخوالي له امله له کوره وتلي وه او له یوه سړي سره د کوهستان ولسوالۍ د مرکز لولاش سیمې ته روان وو چې د لارې په اوږدو د طالب ولسوال ملا رحیم له خوا نیول کېږي، په دې تور چې د شکایت لپاره دولت او بشري حقونو دفتر ته تله، پرون ماښام یې له محکمې پرته وژلې ده.

هغه زیاته کړه چې د مشعل نامه له واده دوه کاله تېرېدل، مېړه یې دویمه ښځه وکړه، ښايي همدا موضوع د ستونزې او نارضایتۍ لامل وي.

د سیمې یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې وښيي، پژواک ته وویل، مشعل نامه چې یوه طالب غوښتل ځان ته یې په نکاح کړي، خو هغې نه منله، غوښتل یې ځان د مینې ښار ته ورسوي او د ښځو د ملاتړ بنسټونو ته پناه یوسي، د طالبان لاس ته ورغله او ویې وژله، په ورته وخت کې د دې قضیې په تړاړو درې سړي بندیان او یوه ښځه تعزیر شوه.

خو طالب ولسوال ملا عبدالرحیم پژوک ته وویل چې مشعل نامه یو کال مخکې هم له نامحرمو سره پر ټیلېفوني اړیکو تورنه شوې وه، کله یې چې پرون غوښتل د عبدالاحد په نوم یوه سړي سره وتښتي او دولتي کسانو ته ورشي، د ده کسانو ونیوه او د قضیې تر وروستۍ کېدو او پرېکړې پورې خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه، خو پلار او ورور یې هغه ووژله.

هغه وویل چې د مقتولې پلار او ورور او دغه راز هغه کس چې دغه ښځه یې تښتوله، تر نظارت لاندې دي څو څېړنه وشي چې ولې یې فرار کاوه او ولې یې د محکمې له حکم، پرېکړې او اجازې پرته ووژله.

د کوهستان ولسوال روح الله میرزاد دغه راز وايي چې د لړم میاشتې په ۱۷مه هم د تازه ګل په نوم یوه ځوانه ښځه په لولاش سیمه کې طالبانو د خپل پلار له کوره و ایسته او ویې وژله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.