ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ۲۸ افغان کډوالو مړي له ایرانه نیمروز ته را لېږدول شوي

د ۲۸ افغان کډوالو مړي له ایرانه نیمروز ته را لېږدول شوي

author avatar
22 Nov 2019 - 15:48
د ۲۸ افغان کډوالو مړي له ایرانه نیمروز ته را لېږدول شوي
author avatar
22 Nov 2019 - 15:48

زرنج (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۹۸): د ۲۸ افغان کډوالو مړي چې په ایران کې د یوې ترافیکې پېښې له امله یې ژوند له لاسه ورکړی و، نیمروز ولایت ته را لېږدول شوي دي.

په یاد ولایت کې امنیتي مسوولین وايي، د ایران اسلامي جمهوري چارواکو د ۲۸ افغان کډوالو مړي چې تېره اوونۍ په ایران کې د یوې ترافیکي پېښې له امله مړه شوي وو، پرون مازدیګر د ابریشم پله له لارې نیمروز ته را ولېږدول او د دغه ولایت ځايي مسوولینو ته یې وسپارل.

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول محمد ابراهیم امیني وویل، دغه کډوال چې قاچاقبرو له افغانستانه ایران ته لېږدولي وو، د لارې په اوږدو کې د بلوچستان د سیستان ولایت په خاش سیمه کې له ترافیکي پېښې سره مخ شول چې له امله یې ۲۸ کسان مړه او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شوي وو.

هغه وايي چې د مړه شوو ډېری یې د غور ولایت اوسېدونکي دي.

د غور ولایت یو اوسېدونکی او د قربانیانو یو خپلوان غلام حضرت د کار نشتوالی او د خلکو ژوند ته د دولت نه پاملرنه له افغانستان د خلکو د تېښتې او بالاخره د کورنیو د بدمرغۍ لامل بولي.

د نیمروز ولایت مقام مرستیال محمدنبي براهوي د انسان قاچاق یوه لویه ښکارنده وبلله او ویې ویل چې دغه کار له ډېر پخوا دوام لري او د دې لامل یې د کاري فرصتونو نه رامنځته کېدل او نورو هېوادونو ته ډېر کډوال کېدل وباله.

هغه وویل چې د ولایتي ادارې له خوا د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه یې هڅې ډېرې کړې او دوام به ولري او ترڅنګ به یې د دې ستونزې د له منځه وړو لپاره ښه تدابیر ونیول شي.

په ورځ کې شاوخوا دوه زره کسان چې ډېری ځوانان جوړوي، له بېلابېلو ولایتونو د نیمروز ولایت له لاې لومړی پاکستان او بیا ایران او نورو هېوادونو ته کډوال کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.