ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لويه څارنوالي: کرکټ بورډ دې د اى پي اېل فساد لومړنۍ پلټنې پخپله وکړي

لويه څارنوالي: کرکټ بورډ دې د اى پي اېل فساد لومړنۍ پلټنې پخپله وکړي

author avatar
26 Nov 2019 - 11:23
لويه څارنوالي: کرکټ بورډ دې د اى پي اېل فساد لومړنۍ پلټنې پخپله وکړي
author avatar
26 Nov 2019 - 11:23

کابل (پژواک، ٥ لېندۍ ٩٨): د افغانستان لويه څارنوالي وايي، د کرکټ افغان غوره ليګ د فساد دوسيه يې بېرته کرکټ بورډ ته لېږلې، څو له لومړنيو پلټنو او تورنو کسانو سره دوى ته دوسيه له سره ولېږي.

د افغان غوره ليګ تجارتي سيالۍ تېر کال په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې، څه موده مخکې پژواک داسې اسناد ترلاسه کړل چې د کرکټ نړيوالې شورا د افغانستان کرکټ بورډ ته د غوره ليګ سياليو د فساد د لسو مواردو په اړه يو مکتوب لېږلى و.

په دغه ليګ کې د فساد په اړه له راپورونو وروسته څو مياشتې مخکې د کرکټ نړيوالې شورا په دې سياليو کې د فساد د لسو قضيو د څېړنو خبر ورکړى و

د افغانستان کرکټ بورډ د روان زېږديز کال د سپتمبر په ١٢مه، د يوه مکتوب له لارې د افغانستان له لويې څارنوالۍ غوښتي وو، چې په يادو سياليو کې د فساد څېړنه وکړي.

دغه راز په همدې وخت کې د افغانستان کرکټ بورډ له هندي شرکت سنکسر سپورټس (SnixerSports) سره د دغو سياليو د ترسره کولو قرارداد هم فسخ کړى و.

اوس د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له سنکسر کمپنۍ سره ياد قرارداد د تېر کال د کلني فيس د نه ورکړې او د ليګ چارو په روڼتيا کې د شته اندېښنو له امله فسخ شوى دى.

کرکټ بورډ وايي، همدارنګه په دې موخه د يادې قضیې د داخلي اړخ د څېړلو په موخه  ادارې غوره وبلله چې د لا ډېرو څېړنو په موخه قضیه د لویې څارنوالۍ عالي ادارې ته ولېږي، څو د قضيې ټول اړخونه په مسلکي او روڼ ډول وڅېړل شي.

خو هندي شرکت د فساد په اړه د افغانستان کرکټ بورډ ادعاوې رد کړې وې، په خبرپاڼه کې راغلي: ((زموږ له خوا له قرارداده هېڅ ډول سرغړونه نه ده شوې، د افغان غوره ليګ له ټولو چارو د کرکټ نړيواله شورا (اى سي سي) خبره ده.))

بلخوا د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي پژواک خبري اژانس ته وويل، څه موده مخکې کرکټ بورډ دوى ته يو مکتوب استولى چې په کې د فساد د ځينو مواردو يادونه شوې وه.

هغه زياته کړه چې لويه څارنوالي دغه مکتوب او په کې د شته مواردو لومړنۍ څېړنې وکړې.

خو رسولي وايي: ((په دغه مکتوب کې اسناد او نور معلومات نه وو، د افغانستان د قوانينو له مخې، لومړنۍ څېړنې بايد د افغانستان کرکټ بورډ اداره ترسره کړي او بيا خپلې لومړنۍ پايلې له اسنادو سره لويې څارنوالۍ سره شريک کړي.))

د نوموړي په وينا، لويه څارنوالي دا موضوع بېرته په رسمي توګه د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ته استولې او له هغوى يې غوښتي چې د قضيې په اړه تر لومړنيو څېړنو وروسته خپل معلومات له دوى سره شريک کړي.

د لويې څارنوالۍ وياند وايي، کله چې دا قضيه بيا  دوى ته ولېـږل شي، دوى به د افغانستان د اساسي قانون د ١٣٤مې مادې له مخې ياده قضيه سمه وڅېړي او تورن کسان به محکمې ته معرفي کړي.

پژواک اژانس د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک سره په پرله پسې دغه موضوع شريکه کړه، خو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

د کرکټ لوبې يوه کارپوه ببرک عمر بيا ادعا کوي چې د کرکټ بورډ اداره په دويم ځلې د افغان غوره ليګ سيالۍ  ترسره کولو ظرفيت نه درلود، د خپلې بې کفايتۍ پټولو په موخه يې  د فساد قضيه هسې يوه بهانه جوړه کړه.

هغه پژواک ته وويل: ((کرکټ بورډ د ای پي اېل د فساد د څېړنو سمه اراده نه لري، لويې څارنوالۍ ته يې د قضيې لېږلو يو نمايشي کار ترسره کړى دى.))

د عمر په وينا، په دې قضيه کې هندي شرکت فساد نه دى کړى، فساد د کرکټ بورډ افغان کارکوونکو کړى دى او اړوند هندي شرکت د اماراتو په يوه محکمه کې پر کرکټ بورډ عريضه هم کړې ده.

نوموړي افغان غوره ليګ ګټور وباله ويې ويل چې له دې څخه افغان لوبغاړو او د افغانستان دولت ته ميليونونه ډالر ګټه رسېده.

د کرکټ بل کارپوه امين خاطر وايي، د تحقيق او بيا جرم پېژندلو په اړه تر بل هر چا څارنوالۍ ښه پوهېږي ځکه همدا يې دنده او تخصص دی.

هغه پژواک ته وويل: ((دا چې څارنوالۍ بېرته دا دوسيه کرکټ بورډ ته ليږلې؛ نو فکر کوم هغوی به پتيلې وي چې يا ځانګړي څه شی نشته او يا به يې هم له کرکټ بورډ څخه د بشپړو معلوماتو غوښتنه کړې وي (که چيرته وي نو بايد يې تسليم کړي.))

خاطر وايي، تر ټولو مهمه خبره دا ده چې ای پي ايل د افغانستان کرکټ د لاښه مخکې تګ لپاره طلايي برخه ده او د يوه ځوان او کرکټ مينه وال په توګه په دې تمه دى، چې کرکټ بورډ ډېر ژر دغه ليګ بېرته پيل کړي.

د هغه په وينا، د دغه ليګ ګټې يې هر اړخيزې دي، د لوبغاړو اقتصاد ښه کېږي، لوبغاړي نورو ليګونو ته لاره پيدا کولى شي، دغه راز به د افغانستان کرکټ بورډ تخنيکي برخې لاپياوړې شي او د دې ډول لويو سياليو په مديريت کې به يې هم کارکوونکي وروزل شي او هم به يې تجربه زياته شي.

د کرکټ لوبې خبريال او مبصر بادام احمدزى وايي چې کرکټ اوس د ملي لوبې بڼه خپله کړې او د ولس د خوښې لوبه ده، ځکه نو هره برخه يې بايد له فساده پاکه وي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د افغان غوره ليګ د فساد په قضيه کې چې هر څوک ښکېل وي، له رئيسه نيولې تر عادي ماموره پورې بايد له ټولو پوښتنه وشي او مجرمين بايد محاکمه شي.

احمدزى وايي، تورن اشخاص بايد له اسنادو سره څارنوالۍ ته معرفي شي څو په راتلونکي کې څوک داسې جنايت ونه کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.