ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د ښځو لپاره د امن کور جوړېږي

خوست کې د ښځو لپاره د امن کور جوړېږي

author avatar
27 Nov 2019 - 16:02
خوست کې د ښځو لپاره د امن کور جوړېږي
author avatar
27 Nov 2019 - 16:02

خوست ښار (پژواک، ۶ لېندۍ ۹۸): د خوست ولايتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د هغو ښځو لپاره د امن کور جوړوي چې د کورني تاوتريخوالي له امله له کورونو تېښتې ته اړې شوې دي.

هغوی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې اوس هم ډېرې افغانې مېرمنې د کورني تاوتريخوالي له امله کړېږي.

۱۶ کلنه فيروزه له يوه دغو مېرمنو څخه ده چې د کورني تاوتريخوالي له امله د خپل مېړه کور پرېښودو ته اړه شوې او دا مهال په خوست ښار کې په يوه پردي کور کې ژوند کوي.

فيروزې چې له پژواک خبري اژانس سره يې خبرې کولې، وويل چې په اصل کې د پکتيکا ولايت د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکې ده، خو خسرګنۍ يې بيا د خوست ده.

د نوموړې په خبره، ۱۲ کلنه وه چې پلار يې په بدل واده کړه او څلور کاله يې د واده کېږي، خو وايي کله يې چې بدلنۍ مړه شوه، نو خسر او خواښې يې پر دې ظلم شروع کړ.

فيروزې زياته کړه: ((په انګړه کې به يې په اوړي او ژمي څملولم، توشکه او بالښت به يې نه راکول، له پاسه به راباندې باران او واوره ورېدل. مور، پلار، ورور او ماما مې په پکتيا کې زما د بدلنۍ پر سر بنديان دي. زه کومک ته اړتيا لرم په يوه او بل در باندې نه شم ګرځېدای.))

بل پلو د خوست والي محمد حليم فدايي نن د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي نړيوالې ورځې نمانځغونډې ته په خبرو کې په دغه ولايت کې د مېرمنو لپاره د امن کور جوړولو ژمنه هم وکړه.

هغه غونډې په خپلو خبرو کې وويل، په دې سره به هغو ښځو ته د سرپناه زمينه برابره شي چې د کورني تاوتريخوالي له امله له کورونو تېښتې ته اړې شوې دي.

ده زياته کړه: ((دغه به نه يواځې د خويندو د امن کور وي؛ هلته ته به دوی ته د تعليم سهولت برابروو او د ښځې او مېړه د حقونو تدريس به ورته کېږي، دا به صرف د ښځو د ساتنې ځای نه وي، بلکې دا به داسې وي، لکه يوه مدرسه.))

فدايي دغه ډول په خپلو خبرو کې وويل چې د دغه ولايت په دولتي ادارو کې ورته له ښځو سره زور زياتی په هېڅ ډول د منلو وړ نه دی.

والي زياته کړه که په دولتي ادارو کې یې له ښځو سره د هر ډول زور زياتي راپور ترلاسه کړ، نو د عاملينو پر وړاندې به يې قانوني اقدامات ترسره کړي.

هغه وايي: ((که چېرې په دولتي اداراتو کې د ازار اذيت کوم راپور راشي او يا ورسره برخورد وشي، موږ به د متخلف پر وړاندې په ډېر قاطعيت او جديت قانون تطبيقوو او هيچا ته اجازه نه ورکوو چې خويندو ته کوم زيان ورسوي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.